کور / تازه خبرونه / وکیلان د وزیرانو د پلانونو پراساس پریکړه کوي؟

وکیلان د وزیرانو د پلانونو پراساس پریکړه کوي؟

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې ترډیره ولسي جرګې ته د کاندید وزیرانو د پروګرامونو تشریح او د پاکستان په اړه د بارک اوباما وروستیو څرګندونو ته ځانګړي کړي دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې، چې وکیلان د وزیرانو د پلانونو او پروګرامونو پر اساس پریکړه کوي؟

ورځپاڼې دې پوښتنې ته په ځواب کې لیکلي، چې د وکیلانو ډیرپام دوه ګونو تابعیتونو ته دی او د کاندید وزیرانو پروګرامونوته ډیر پام نه کوي.

ورځپاڼې په مطلب کې لیکلي، ډیر وکیلان له غرمې مخکې په غونډه کې حاضر وي، خو له غرمې وروسته کاندید وزیر پروګرام تشریح کوي، خو د ولسي جرګې د غړو شمېر د سهار په پرتله کم وي.

د لیکوال په باور، د دوه ګوني تابعیت موضوع هم ډیره مهمه ده، خو په خبره یي په کارده، چې د وزیرانو د پروګرامونو تشریح او نورو اړوندو مسایلو ته هم پام وشي.

ویسا خپلواکي ورځپاڼې بیا په دې اړه یوه مطلب کې لیکلي، چې ولسي جرګې صلاح الدین رباني، سادات نادري او ای سلطان خیرې رد او یوازې نورالحق علومي یي تایید کړ.

په دې مطلب کې بیا د ارګ د یوې نامعلومې سرچينې په حواله لیکل شوي، چې تیره ورځ له نورالحق علومي سربیره د صلاح الدین رباني او سادات نادري د دوه ګوني تابعیت د لغوه کیدو اسناد هم ومنل شول.

ورځپاڼې لیکلي، د دوه ګوني تابعیت له امله د ۷ رد شوو کاندید وزیرانو له ډلې د دریو کسانو اسناد منل شوي او د څلورو پرځای به نوي کاندید وزیران ولسي جرګې ته معرفي شي.

په منل شوو کاندید وزیرانو کې کورنیو چارو وزارت ته کاندید نورالحق علومي، بهرنیو چارو وزارت ته کاندید صلاح الدین رباني او کار او ټولنیزو چارو وزارت ته کاندید سادات نادري شامل دی.

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې هند ته د بارک اوباما د سفر اغیزې څیړلي او لیکلي یې دي، چې د امریکا او هندوستان اړیکي پرافغانستان نیغ په نیغه اغیزې لري.

د مقاله لیکونکي په باور، کله، چې امریکا غواړي له هند سره اړیکې پیاوړې کړي، نو دا په افغانستان هم مثبت اغیزکوي، ځکه چې امریکا ته افغانستان هم په سیمه کې یو مهم هېواد دی.

د ورځپاڼې په باور، هند او افغانستان ته ناامني له یوه ځایه سرچینه اخلي او پرهمدغه ځای به د هند او امریکا ګډه مبارزه متمرکزه وي.

ملي ارمان ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې لیکلي، چې د امریکا او هند د اړیکو پیاوړتیا د سیمي په ګټه ده.

د ورځپاڼې په باور، د اوباما دا خبرې، چې په پاکستان کې د تروریستانو ځالې نه شي زغملي د دې ښکارندویي کوي، چې امریکا هم پوهیږي، چې د افغانستان د جګړې اورد پاکستان له خوا بل شوی دی.