د افغانستان د سرحدي پوليسو د عمومي قوماندان په مشرۍ لس کسيز پلاوى د ګډې پولې پر امنيت او د ترهګرو ضد د ګډې مبارزې پر سر د خبرو لپاره پاکستان ته تللى دى.
په ختيځ کې د ٣٠١ زون سرحدي پوليسو قوماندان ډګر جنرال فضل الدين عيار وويل چې دغه لس کسيز پلاوى پرون د پاکستان پوځي ښار راولپنډۍ ته رسېدلى دى.
هغه زياته کړه چې پاکستان ته د سفر پر مهال به د سرحدي پوليسو پلاوى له ځايي پوځي چارواکو سره د ترهګرو پر ضد د ګډو عملياتو او مبارزې، د معلوماتو په تبادلې او د ډيورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د مېشتو ترهګرو د ځپلو په اړه خبرې وکړي.
بل خوا څو ورځی مخکی دکندهار امنیه قومندان لوی پاسوال رازق هم دپاکستان دسرحدي چارواکو سره فصله اوږده ځنډه وکتل او ورسره یی دسرحدی ستونزو پر حل خبري وکړي .