کور / تازه خبرونه / د ۷۰ زره نيالګيو د ايښودلو به موخه کمېټه جوړه سوه

د ۷۰ زره نيالګيو د ايښودلو به موخه کمېټه جوړه سوه

نن د ولايت مقام د مرستيال په مشري په کندهار ښار کي د ۷۰ زره نيالګيو د ايښودلو په موخه کمېټه جوړه سوه.
په هغه غونډه کي چي په ولايت مقام کي جوړه سوې وه او د يادي کمېټې غړي ټاکل کېدل، د ولايت مقام د مرستيال عبدالعلي شمسي تر څنګ د ښاروالۍ مرستيال محمدنسيم رضايي، د پوهني رئيس عبدالقادر پيوستون او د يو شمېرو نورو اړوندو ادارو استازو ګډون کړی وو.
په غونډه کي د ښاغلي عبدالعلي شمسي په مشري د نيالګيو ايښودلو لپاره ځانګړې کمېټه جوړه سوه او سپارښتنه ورته وسوه چي د نيالګيو ايښودلو لپاره دي منظم پلان جوړ کړي، تر څو د پسرلي له راتګ سره د ښار په مهمو ساحو کي په منظم شکل نيالګي کښېښودل سي.
ښاغلي شمسي زياته کړه چي په ښار کي به ۷۰ زره نيالګي کښېښودل سي او وخت پر وخت به د نوموړي کمېټې رياستونه د نيالګيو پالنه او څارنه کوي.
عبدالقادر پيوستون وړانديز وکړ چي پر لويې ويالې دی نسبت نورو ساحو ته ډېر تمرکز وسي، ځکه دا سيمه چنداني سرسبزه نه ده او هلته ګڼ شمېر ښوونځي فعال دي.
د غونډي ګډونوالو ژمنه وکړه چي ډېر ژر به د کمېټې په چوکاټ کي يو منظم پلان جوړ کړي او له ولايت مقام سره به يې شريک کړي.