کور / تازه خبرونه / ملي دفاع وزارت د ۶ وسله والو د وژل كېدو خبر وركړ

ملي دفاع وزارت د ۶ وسله والو د وژل كېدو خبر وركړ

ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي اردو ځواكونو په تصفيوي عملياتو كې د دوو ماين خښوونكو په ګډون ۶ وسله وال مخالفين وژل شوي، يو شمېر ټپيان دي او ۶ شكمن كسان ژوندي نيول شوي دي.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د كندهار، خوست او هلمند ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره سوي.
سرچينه ليکي چي په دې عملياتو کي د ملي اردو دوه پوليس هم وژل سوي.
په دې اړه تر اوسه وسله والو خپله څه نه دي ويلي.