د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب تر ډیره هند ته د بارک اوباما د سفر اغیزو او په ولسي جرګه کې د تیرې ورځې ګډوډۍ ته ځانګړي کړي دي.
سرنوشت:
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په لومړي مخ کې د بارک اوباما دا خبرې را اخیستي چې په پاکستان کې نور د ترهګرو ځالې نه شو زغملی.
د ورځپاڼې په باور، اوباما دا خبرې هند ته له سفر مخکې انډیا ټوډې خپرونې کړي او ویلې یې دي چې په پیښور کې پر یوه پوځي ښونځي له حملې وروسته معلومه شوې چې ترهګر موږ ته یو ګواښ دی.
ورځپاڼې د بارک اوباما په حواله لیکلي چې د افغانستان او پاکستان په ګډه پوله مو د القاعده شبکې غړي له منځه وړي دي.
سرنوشت په یوه بل مطلب کې لیکلي چې اوباما دې، هند وهڅوي، چې د ولسمشر اشرف غني هڅو ته موقع ورکړي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، چې هند ته د امریکا د ولسمشر سفر او پر پاکستان د ګلو ګزار.
ورځپاڼې په سرمقاله کې وړاندې لیکلي چې بارک اوباما هند ته د خپل سفر پر مهال له پاکستانه وغوښتل چې د ممبي د ترهګریزې حملې تورن کسان دې محکمې ته حاضر کړي.
د لیکوال په باور، د اوباما دا خبرې د پردې د مخ خبرې دي خو د پردې ترشا امریکا غواړي، چې پاکستان ته د افغانستان او هند په پرتله ډیر ارزښت ورکړي.
محور:
محور خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې په ولسي جرګه کې د روانو نانندریو په اړه تبصره کړې او لیکلي یې دي چې د ولس استازي د کاندید وزیرانو د معرفۍ پر مهال داسې کارونه کوي چې د ولس پوزه پرې کوي.
ورځپاڼې لیکلي، چې د وزیرانو په وړاندې پنځلس کسیزې ډلې جوړیږي او حتی په وړاندې یې قومي او سمتي چلند کیږي.
ورځپاڼې لیکلي، چې د کاندید وزیرانو د پروګرامونو د تشریح پر مهال وکیلانو په شخصي خبرو لګیا وي او د پروګرامونو تشریح ته پام نه کوي.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې پوښتنه کړې، چې ولې کمزوري فرهنګ په ملي شورا سیوری غوړلی دی.
ورځپاڼې په دې مطلب کې لیکلي، چې په دې شپو ورځو کې د ولسي جرګې غړي د هیواد ملي ګټو ته دقت نه کوي بلکې داسې توطې په کې روانې دي چې وکیلان تر خپل منځه لفظي او حتی فزیکي شخړو ته هڅوي.
د لیکوال په بارو، په ولسي جرګه کې داسې چلند ددې استازیتوب کوي، چې په دې جرګې کې د پارلماني چارو فرهنګ په سمه توګه نه عملي کیږي.