د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب ترډیره د ولسي جرګې له خوا د دوه تابعیته وزیرانو رد او په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو فعالیتونو ته ځانګړي کړي دي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي؛ ولسمشر د دوه تابعیته کاندید وزیرانو د رد پریکړه ومنله.
ورځپاڼې لیکلي چې دغه پریکړه په هغې غونډه کې شوې چې تیرماښام د ولسي جرګې اداري پلاوي او د یوشمیر کمیسیونونو مشرانو په ارګ کې له ولسمشر سره درلوده.
ورځپاڼې د ولسي جرګې د غړي کمال ناصر اصولي له قوله لیکلي چې کورنیو چارو وزارت ته کاندید نورالحق علومي او بهرنیو چارو وزارت ته کاندید صلاح الدین رباني له خپل دوه ګوني تابعیته تیریږي او ولسي جرګه به یې نن ماښام په اړه پریکړه وکړي.
اصولي، ویسا ته ویلي، چې حکومت به نن د دې دوو کاندید وزیرانو د دوه ګوني تابعیت د لغوه کیدو اسناد د نړیوالو اړیکو کمیسیون له لارې ولسي جرګې ته واستوي.
اطلاعات روز:
اطلاعات روز ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د کاندید وزیرانو د دوه ګوني تابعیت موضوع اوس له قانوني اړخه سیاسي رنګ اخیستی دی.
ورځپاڼې په دې تبصره کې لیکلي، چې اوس ځینې وکیلان هڅه کوي چې د لاسلیکونو په راټولولو سره خپله هغه مصوبه رد کړي چې د دوه ګونو تابعیت لرونکو کاندید وزیرانو په اړه یې تصویب کړې ده.
ملي ارمان:
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د کابینې په اړه یوه مطلب کې لیکلي، چې د کابینې له اعلان وروسته د انتخاباتي ټيمونو د هغو غړو ترمنځ اختلافات زیات شوي، چې اوس په واک کې دي.
ورځپاڼې په دې مطلب کې لیکي، اوس دا هڅې روانې دي، چې دا اختلافات کم شي او د قومي ډلو قناعت ترلاسه شي.
د دې مقالې د لیکوال په باور، د اشرف غني او عبدالله عبدالله یوشمیر پلویان، چې اوس پوه شول په کابینه کې نشته، له حکومت سره مخالفتونه وښودل او حتي په ځینو ځایونو کې یي خلک مدني اعتراضونو ته را بللي دي.
ورځپاڼې په دې مطلب کې د بلخ د سرپرست والي عطا محمد نور یادونه هم کړې، چې په دې وروستیو کې یي په کابل کې څو غونډې وکړې او هڅه یې داده، چې د کابینې په اړه اختلافات پای ته ورسوي.
همدې ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې ملي امنیت ریاست ته د کاندید رحمت الله نبیل له خولې لیکلي، چې په افغانستان کې له استخباراتي پلوه پر داعش حاکم یو.
ورځپاڼې د ښاغلي نبیل په حواله لیکلي، چې په کندز ولایت کې یې هغه وړه ډله تیت او پرک کړې، چې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش سره یې خوا خوږي ښودلې وه.