کور / تازه خبرونه / ولسي جرګه : دښځینه وکیلانو ترمنځ فیزیکي شخړه سوې

ولسي جرګه : دښځینه وکیلانو ترمنځ فیزیکي شخړه سوې

دولسي جرګې د نوماند وزيرانو د کاري پروګرامونو د وړاندې کولو په لړ کې دې جرګې ته د افغانستان بانک د نومول سوي رييس ورتګ په جرګه کې د لفظي شخړې او فزيکي نښتې لامل سو.
د ولسي جرګې په نني ناسته کې د اوبو او برېښنا او ماليې نوماند وزيران او د افغانستان بانک نومول سوى رييس د خپلو پروګرامونو د وړاندې کولو په موخه جرګې ته ورغلل، خو د افغانستان بانک د نومول سوي رييس خليل صديق راتګ د دوه ګوني تابعيت د لرلو له امله د ولسي جرګې د سخت غبرګون لامل سو.
خو د ولسي جرګې ځنی وکیلانو ویل چی په مصوبه کې يواځې نوماند وزيرانو ته اشاره سوې او د افغانستان بانک د مشر په اړه څه نه دي ويل سوي.
خو د جرګې ځينې غړي بیا ویل چې د افغانستان بانک رييس هم د کابينې غړى دى او بايد د کاري پروګرامونو د وړاندې کولو اجازه ورنه کړل سي.
دغه شخړه د ولسي جرګې د دوو غړو شکيبا هاشمي او ليلما ولي تر منځ د فزيکي نښتې لامل هم سوه چې امنيتي ځواکونو په کښې مداخله وکړه او دواړه وکيلانې يې له غونډې وايستلې.
له دې پېښې وروسته د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي د افغانستان بانک لپاره له نومول شوي مشر څخه غوښتنه وکړه چې غونډې پرېږدي او له جرګې ووځي.
ويل کېږي چې د کابينې لپاره نومول شوي ١٣ وزيران دوه ګونى تابعيت لري او ولسي جرګې اووه نوماندان له همدې امله رد کړي او بېرته ولسمشرۍ رياست ته ور پېژندلي دي.