کور / تازه خبرونه / هلمند: موټر بم ځانمرګي بريد ١٨ کسانو ته مرګ ژوبله واړول

هلمند: موټر بم ځانمرګي بريد ١٨ کسانو ته مرګ ژوبله واړول

د هلمند ولايت په مرکز لښکرګا ښار د عامه نظم پر موټريز کاروان موټر بم ځانمرګى بريد سوى دى.
دا بريد نن پنج شنبه ماپښين شاوخوا دوې نيمي بجې د لښکرګا ښار اړوند د کندهار اډې ته ور څېرمه سوى دى.
د هلمند د سرپرست والي وياند عمر ځواک وايې، چې په دې پېښه کي تر دې مهاله دوه تنه وژل سوي او ١٦ تنو نور ټپيان دي.
هغه وايې، چي په وژل سويو کي يو تن ملکي او يو تن د عامه نظم پوليس دى. او په ټپيانو کي پنځه تنه ملکيان او يولس تنه د عامه نظم سرتېري شامل دي.
ځواک د ټپيانو حالت نازک ښودلى او وايې چي کېداى سي د تلفاتو شمېر هم لوړسي .
د پيښي مسوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستي او ٢٠ تنو نظم عامه سرتېرو د وژلو ادعا يې کړې ده .