کور / تازه خبرونه / کندهار: پوليسو د طالبانو قاضي نيولى.

کندهار: پوليسو د طالبانو قاضي نيولى.

د کندهار امنيه قومانداني د طالبانو قاضي نيولى چي په ښار او ولسواليو کي به يې پريکړي کولې.
دغه کس شير محمد نوميږي، چي د وسله والو طالبانو له لوري قاضي ټاکل سوى او په بېلابيلو سيمو کي به د خلګو ددعوو او شخړو فيصلې کولې.
د کندهار امنيه قوماندايي وايي، چي نيول سوى کس يې د دقيقو معلوماتو پر بنسټ د کندهار ښار د لوي ويالي په سيمه کي د عملياتو پرمهال نيولى.
نيول سوي کس په خپلو کړونو اعتراف کړى او زياتوي چي نور وسله وال ملګري يې په وسلواليو کي فعاليت کوي.
د طالبانو له لوري دغه ټاکل سوى قاضي وايې، چي د خاکريز ولسوالۍ د مولوي طاهر د وسله والي ډلي غړى او وسله واله ډله يې په سپکو او درنو وسلو سمبال ده چي زيات مهال يې پر امنتي پوستو بريدونه هم کول.
دده په خبره چي ده ته يې په ښار کي د خلګو د شخړو د حل مسوليت ورسپارلى وو.
د يادوني وړه ده چي د کندهار پوليسو د تيري دوشنبي په ورځ هم دوه تنه غلچکي بريد کوونکي او څلور ماين ښخوونکي نيولي وه.