کور / تازه خبرونه / UNHCR اولي مرستيالي د کندهار له سرپرست والي سره وکتله

UNHCR اولي مرستيالي د کندهار له سرپرست والي سره وکتله

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مهاجرينو چارو د عالي کمېشنرۍ لومړۍ مرستيالي د کندهار له سرپرست والي سره وکتل.
په دې ناسته کي چي نن ماپښين ترسره سوه، د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ د ولايت مقام سرپرست مرستيال عبدالعلي شمسي، د ملګرو ملتونو د مهاجرينو چارو د عالي کمېشنرۍ لومړۍ مرستيالي يوميکوتکاشيما او د کندهار د څانګي مسوول ډاکټر شېراحمد شاکر ګډون کړی وو.
اغلي يوميکو تکاشيما د کندهار سرپرست والي ته د ۲۰۱۵ کال لپاره د خپل کاري پلان په باب هر اړخيز معلومات وړاندي کړل او له ولايت مقام څخه يې د سپارښتونو او وړانديزونو غوښتنه وکړه. نوموړي زياته کړه تر وسه هڅه کوي چي مرستندويه ادارې تشويق کړي تر څو په کندهار کي له مهاجرينو سره په تعليمي او نورو برخو کي مرسته وکړي.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا لومړی د UNHCR د اغېزمنتيا په اړه خبري وکړې او ويې ويل چي ياده اداره بايد په کندهار کي افغان مهاجرينو ته د اوسېدلو لپاره ودانۍ جوړي کړي. هغه زیاته کړه يواين ايچ سي ار په نورو هيوادونو کي د مهاجرينو د موقتي اوسېدو لپاره ځانګړې سيمه لري. نوموړي وويل: موږ به د مهاجرينو لپاره يوه ځانګړې دولتي مځکه درکړو، تاسو پر هغه مځکه د مهاجرينو لپاره ودانۍ جوړي کړئ. له دې ودانيو څخه به ټول راستانېدونکي مهاجرين تر څو چي خپلو سيمو ته ځي، اوسيږي.
نوموړي ټينګار وکړ چي مهاجرين بايد ځانګړي ښوونځي ولري، تر څو ماشومان پکي زده کړه وکړي. هغه وويل يو اين ايچ سي ار بايد د هر ټول راستنېدونکو مهاجرينو لپاره داسي يو پروګرام رامنځته کړي چي هغوی وپېژندل سي، چي له کومه ځايه راغلي او کوم ځای ته ستنيږي. ويسا وايي: زه د افغان مهاجرينو د اولادونو په اړه ډېر فکرمن يم. هغوی بايد ښوونځي او تفريحي ځايونه ولري، تر څو اينده نسل مو ښه تربيه سي. هغه دا هم وويل چي له مهاجرينو سره بايد مرسته له ولايتي ادارې سره په همږغۍ وسي، تر څو مستحقو خلکو ته مرسته ورسيږي. هغه وويل چي ځيني موسسات سته چي د خپلو شخصي ګټو لپاره د ولايتي ادارې له همږغۍ پرته پروژې عملي کوي او عامو خلکو ته يې لږه ګټه رسېږي.