د میدان وردګو ولایت د چک،سیداباد او نرخ ولسوالیو سلګونه ځوانانو د دغه ولایت د سرپرست والي سره د یوې غونډې په ترڅ کې په یادو ولسوالیو کې د پوهنې،لوبو،سړکونو او نورو برخو کې د پرمختیایي او نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.
ولایت مقام کې نن د چهارشنبې په ورځ په جوړه شوې غونډه کې د سیداباد ولسوالۍ د ځوانانو په استازۍ انجینر عبدالقیوم خبرې وکړې او په دغه ولسوالۍ کې د ځوانانو شورا د لاسته راوړنو ترڅنګ یې ګڼ شمېر وړاندیزونه وکړل.
ده غوښتنه وکړه،چې په یاده ولسوالۍ کې دې پوهنیزې برخې ته ځانګړې پاملرنه وشي او د یادې ولسوالۍ ځوانانو ته دې د کمپیوټر زدکړې ترڅنګ دکانکور د چمتوالې مرکزونه هم پءانستل شي .
هغه وویل د دغه ولسوالۍ ځوانان له بېلابېلو لوبو سره علاقه لري،نو ځکه وړاندیز لري،چې د دشتې ټوپ په سیمه کې دې ورته مرکزي او ستر لوبغالي جوړ کړای شي،ترڅو ځوانان یې له نشه یې توکو څخه منعه شي او لوبو ته په ښه توګه مخه وکړي .
د سیداباد د ځوانانو دغه استازي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې بل ستونزه په ګوته کړه او په دغه برخه کې د عامه پوهاوی د ترسره کیدو غوښتونکی شوو.
د چک او نرخ ولسوالیو ځوانانو بیا د خپلو خبرو پر مهال د حرفوي زدکړو د مرکزونو د جوړولو او ځوانانو ته د کاري زمینو په برابرولو ټینګار وکړ.
دوی د خپلو خبرو پر مهال ژمنه وکړه،چې په ټولو چارو کې به له خپل دولت سره همکارې پاتي کیږو او که هر وخت مسؤلین وغواړي،نو دوی په ټولو چارو کې د دوی سره یو ځای کړنې ترسره کړي .
د نرخ ولسوال محمدحنیف حنیفي د ولسوالانو په استازۍ ولایت مقام او مسؤلینو ډاډ ورکړ،چې د دوی په ولسوالیو کې د نورو ترڅنګ له ځوانانو سره ښې اړېکې او همغږي لري .
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي له ځوانانو څخه مننه وکړه،چې د دوی پر وړاندې د ستونزو د شریکولو او خپل حکومت سره د همکارۍ په موخه له دوی سره ناسته وکړه.
ده زیاته کړه،د روان کال په ترڅ کې په دغه ولایت کې د ۴۶ میلیونو افغانیو په لګښت په دغه ولایت کې د ۳۶ لوبغالو د جوړلو چارې پیل شوي،چې د لسو په شاوخوا کې یې چارې بشپړې او نور تر کار لاندې دي .
نوموړی د پوهنې په برخه کې سږ کال د څوارلسم او دولسم ټولګیو څخه د شاوخوا ۵ زره تنو فارغیدل او د دې ولایت پوهنتون ته د ۲ سوو تنو جذبول د لویو لاسته راړنو څخه یاد کړل.
ده وویل د دې ترڅنګ یې په جلریز،نرخ ولسوالیو او مرکز میدان ښار کې د کمپیوټر زدکړو په برخه کې کورسونه جوړ کړي،چې تر دې دمه ور څخه لسګونه تنه فارغ شوي هم دي .
هغه ژمنه وکړه،چې ډېر ژر به د کانکور چمتوالې په موخه د کورسونو د جوړولو هڅې وکړي او په دغه برخه کې به له یو شمېر سوداګرو څخه هم مرسته وغواړي .
د میدان وردګو والي وویل دوی د حرفوي زدکړو په برخه کې هم کار کړی او یواځې د تېرې اونۍ په ترڅ کې نږدې ۵۰ تنو ته د مبایل بیا ترمیم کولو او خیاطۍ په برخه کې روزنه ورکړې او هم یې ورسره د وسایلو مرسته کړې،ترڅو پرې خپلې ورځنۍ چارې پیل کړي .
ده د کابل ـ کندهار او کابل ـ بامیانو لویو لارو د امنیت له تامین او د کوچي او هزاره قوم ترمنځ د شخړې د لمنځه وړلو هم یادونه کړه .
نوموړی د چک برېښنا بند د چارو د پیل کیدو په موخه له سروې او دغه ولسوالۍ ته د غځیدلې سړک د جوړولو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه په دغه برخه کې یې امنیتي ستونزې حل کړي او د اړتیا په اندازه د بودیجې په موندلو سره به یې چارې پیل کړي .
ده له ځوانانو وغوښتل،چې د پرمختیایي پروژو په پلي کولو او د امنیت په تامین کې له خپل حکومت سره مرسته وکړي او هغه کسان،چې په دغه برخه کې ستونزې جوړوي مخنیوی وکړي .