کور / تازه خبرونه / لاريون کوونکو د فرانسې سفارت د تړل کېدو غوښتنه وکړه

لاريون کوونکو د فرانسې سفارت د تړل کېدو غوښتنه وکړه

د میدان وردګو ولایت جلریز ولسوالۍ سلګونو اوسیدونکو د یوه لاریون په ترڅ کې د فرانسوي شارلي ابدو مجلې له لورې د حضرت محمد ص کاریکاتور خپرول په کلکو ټکو وغندل او له حکومت څخه یې غوښتنه وکړه،چې ژر تر ژره دې په کابل کې د دغه هېواد سفارت وتړي .
دغه لاریون د جلریز ولسوالۍ د زیولاتو په حوزه کې د شاوخوا ۱۵ سوه کسانو لخوا سهار پیل او له غرمې مخکې پای ته ورسیدو .
لاریون کوونکو د فرانسې هېواد پر ضد شعارونه ورکول او له حکومت څخه یې غوښتنه وکړه،چې په کابل کې د فرانسې سفارت ژر تر ژره وتړي او که یاد سفارت ونه تړل شي نو دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي .
د لاریون په وروستۍ برخه کې د لاریون کوونکو او د کابل ـ بامیانو پر لویه لاره تګ کوونکو مسافرو ترمنځ تاوتریخوالی هم رامنځته شوی،چې له امله یې د لاریون کوونکو یو تن هم ټپي شوی دی .
که څه هم امنیتي ځواکونو د لاریون د امنیت پوره چمتوالی نیولی وو،خو په وروستۍ برخه کې یو شمېر کسانو د مسافر وړونکو موټرو ښیښې ماتې کړې،چې له امله یې د مسافرینو او لاریون کوونکو ترمنځ شخړه وشوه .
د دغه شخړې په ترڅ کې د لاریوون کوونکو یو تن ټپي شوی خو روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
تر دې وړاندې د پکتیکا او ننګرهار ګڼ شمېر اوسیدونکو هم د اسلام د ستر پيغمر حضرت محمد ص د کاریکارتور د خپریدو په غبرګون لاریونونه ترسره کړي وو.