کابل چاپ نننیو ورځپانو ولسي جرګې ته د کابینې د معرفي کېدو او افغانستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سفر په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې لیکلي په درې ورځو کې به کاندید وزیران خپل پلانونه د ولسي جرګې غړیو ته تشریح کړي او د راتلونکې یکشنبې په ورځ به رایه اچونه پيل شي.
ملي ارمان ورځپانې د سرمقالې عنوان دی د ولسي جرګې د غړیو دروند مسوولیت.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي د ولسمشرله خوا وزیران معرفي شول او اوس د ولسي جرګې مسوولیت ده چې باید د دوی تحصیلي اسناد او د دوه ګونې تابعیت موضوع په دقیقه توګه وڅیړي.
لیکوال وړاندیزکوي نه باید وکېلان د سمت، ژبې او د قوم له مخې وزیرانو ته رایه ورکړي بلکې وړتیا په پام کې ونیسي.
د ملي ارمان ورځپاڼې لیکوال اندېښنه ښکاره کوي او وايي که چېرې وړتیا، کاري تجربه او مسلکېتوب په پام کې ونه نیول شي، نو د تېر یوه کال لاس ته راوړنې به په اوبو لاهو شي او بلاخره هېواد به د فساد او تباهي خواته ولاړ شي.
انیس دولتي ورځپاڼې لیکلي، د ملي وحدت حکومت چارواکو د کابینې په جوړښت کې له زیات دقت کاراخیستی داسې کسان یې معرفي کړي چې یادو پوستونو ته وړ و.
د سرمقالې لیکوال هیله څرګندوي چې معرفي شوې کابینه به له ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړي.
همدې ورځپانې د ولسي جرګې د مشرخبرې هم راخیستې چې ویلي دي حکومت په تېر یوه کال کې د دې جرګې فیصلې نه دي تایید کړې.
بلې دولتي ورځپانې هېواد لیکلي د کابینې د تایید او یا رد لپاره د ولسي جرګې پرېکړې باید پرځای وي.
د همدې ورځپاڼې لیکوال هم ټینګارکوي چې وکېلان باید کاندید وزیرانو ته له توپیر پرته رایه ورکړي.
په ورته وخت کې یو شمېر نورو کابل چاپ ورځپاڼو افغانستان ته د ایران د بهرنیو چاو وزیر د سفر په اړه لیکنې کړي دي.
سرنوشت په یوه جلا مطلب کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له قوله لیکلي له افغانستان سره هر اړخیزې همکارۍ ته دوام ورکوو.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې د پخواني ولسمشرحامد کرزي له قوله لیکلي ایران، چېن، هند او روسیه کولای شي د سیمه ییزو شخړو په حل کې مهم رول ادا کولای شي.
همدې ورځپانې لیکلي ولسمشرغني به له ایران سره ښه روابط ټینګ کړي او د لا پياوړتیا لپاره به یې کار وکړي.
ویسا په یوه جلا مطلب کې لیکي د پاکستان صدراعظم نوازشریف د عربستان له چارواکو سره د افغان طالبانو او داعش په اړه خبرې کړې.
وړاندې په مطلب کې راغلي سعودي عربستان ډېرښه پوهېږي، چې اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو په اړه څومره رول لري او غواړي، چې دپاکستان له دې ظرفیته له افغان طالبانو سره د نژدې کېدو لپاره ګټه واخلي.