اول:ـ دښاروالۍ اداري مجلس دیوان هبیتات موسیسې او دناحیو داوسېدونکو پرستونزو خبري وکړي چي هراړخیز بحث وروسته مجلس یوګډ هیت وټاکي چي دیوان هبیتات موسیسې اودناحیو داوسیدونکوپه ګډه همکاري به دهغه پروژو څخه کوم چي کارونه یي نیمګړي دي اوخلګ ورڅخه نارزایت ښي لومړی یي راپور چمتوکړي اوروسته دښاروالۍ مقام په جریان کي واچوي ترڅو ستونزوته یي پروخت رسیدګي سوې وي
دوهم:ـ داطلاعاتو اوفرهنګ ریاست اوکندهارښاروالۍ په ګډه همکاري په ښارکښي دتاریخي ځایونوپرساتلو بحث وسو مجلس پریکړه وکړه چي داطلاعاتواوفرهنګ دریاست دهغه لیست پراساس کوم چي دښاروالۍ دمقام سره یي دتاریخي ابداتودساتلو په منظورشریک کړ ټولي هغه نقشې باید ښه وکتل سي کوم چي دښار په ناحیوکښي یي خلګ د ځایونو دعمارولو لپاره پلان لري ترڅوپه دې سره دتاریخي ځایونوپروخت ساتنه سوې وي
دریم:ـ دښاروالۍ په اداري غونډه کښي تصمیم ونیول سو چي د ځایونوپه قیمت ګذاري کښي باید یو ګډ هیت چي دښاروالۍ د ډېټابیس سره بلدتیاولري باید تعین سي ترڅو دځایونو په صفت اوراجسترکښي پرتې ستونزي له منځه ولاړي سي
څلورم:ـ دنوي کال لپاره پرسرسبزي خبري وسوې چي مجلس تصمیم ونیوي چي اوس دي لا په ښارکښي دنوو کښينوونکونیالګیو لپاره غوچې وکښل سي ترڅو په دې سره بیا زینت داره نیالګي کښینول سي
پنځم:ـ وروسته مجلس دتنظیف پرفعالیتونو ، ساختماني پروژو او دکندهارښار دیو شمیر شاریانوپرشکایتونو بحث وکړ کوم چي دکندهار ښاروالۍ دشکایت اوریدلو پرځانګړې شمیره یي صفت کړي وه چي ترلازمو سپارښتونو وروسته غرمه مهال اداري غونډه پای ته ورسیدل