کور / تازه خبرونه / ولسمشر غني ترکمنستان ته ولاړ

ولسمشر غني ترکمنستان ته ولاړ

ولسمشر اشرف غني نن د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته ولاړ.
د جمهوري ریاست خبرپاڼه وایي، چې ولسمشربه په دې دوه ورځني سفرکې د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف او د هغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره خبرې وکړي.
په دې سفرکې به دواړه لوري، په اقتصادي، سوداګریزو، فرهنګي او د سیمې په مسایلو خبرې وکړي.
له ولسمشر سره په دې سفرکې یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي هم ګډون کوي.