کور / تازه خبرونه / نورستانی: پارلماني او دولسواليو شوراګانو ټاکني یوځای کیږي

نورستانی: پارلماني او دولسواليو شوراګانو ټاکني یوځای کیږي

د ټاکنو د خپلواک کميسون رييس محمد يوسف نورستاني ويلي، چې دوۍ د پارلماني او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره چمتووالی لري او په روانه اونۍ کې به د ټاکنو دقيقه نېټه اعلان کړي. نورستاني ويلي، چې دوی غواړي د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو لپاره ټاکنې په يوه وخت کې ترسره کړي، خو د مالي ستونزو له کبله دوی نه سي کولای ټاکنې له قانون سره سم د ثور پر دويمه نېټه ترسره کړي. د ده په وينا چې له مالي مرستندويانو سره يې خبرې کړي او هغوی ډاډ ورکړی چې دا ستونزه به حل سي. د نورستاني په وينا ښايي ټاکنې راتلونکي کال په سنبله کې ترسره سي.
د يادونې وړ ده چې ولسمشر غني او عبدالله تر منځ د توافقاتو پر بنسټ بايد د ټاکنو په دواړو کميسونو او د ټاکنې په پروسيجر کې جدي سمون رامنځته سي خو تر اوسه پدې اړه هېڅ ګام نه دی پورته سوی، نو داسې نه ښکاري چې د ټاکنو کميسونونه دې راتلونکی کال د ټاکنو د ترسره کولو جوګه سي.