کور / تازه خبرونه / روسيه: داسلام سپکاوي جرم دی

روسيه: داسلام سپکاوي جرم دی

روسیی د شارلي هیبدو لخوا د اسلام د ستر پیغمبر کاریکاتور خپرول په سختو ټکو وغندل.

د روسيې دولت د اسلام د ستر پيغمبر په اړه هر ډول کاريکاتور او يا له توهين او استهزا ډک متن خپرول جرم وګاڼه او خبرداری يې ورکړ، چې متخلفينو ته به يي سخته سزا ورکړل سي. د اطلاعاتو او عامه اړيکو فدرال ادارې په يوه بيانيه کې ويلي، چې د هر ډول انځور، کاريکاتور او يا متن خپرول چې اسلامې مقدساتو ته يې سپکاوی کړی وي، جرم ګڼل کېږي. همداراز د روسيې ليبرال دموکرات ګوند په پام کې لري، په نړيواله محکمه کې د هغو کسانو پر وړاندې دعوه وکړي، چې د اسلام د ستر پيغمبر ته يې سپکاوی کړی دی.
څو ورځې وړاندې، کله چې يوه روسي پانګوال له روسي رسنيو څخه غوښتنه وکړه چې د حضرت محمد (ص) کاریکاتورونه خپاره کړي، د چېچن خودمختاره جمهوريت جمهور رييس رمضان قديروف نوموړی د چېچن د خلکو دښمن وباله او د روسيې په دوما (ولسي جرګه) کې يو شمېر وکيلانو د هغه د مجازاتو غوښتنه وکړه.