ولسمشر غني وايي د مرکزي احصایې د ادارې شمېرې د افغانستان واردات د صادراتو ۲۱ چنده، خو نړیوالې ادارې یې ۳۰ چنده بولي. ولسمشر د غنمو ودرات د بېلګې په توګه یاد کړل او ویې ویل چې افغانستان په کال کې تر یو نیم میلیونه ټنه غنم واردوي، په داسې حال کې چې دغه هېواد باید د ظرفیتونو پر اساس د سیمې کندو وی. دی وايي دا یې لومړیتوب دی چې افغانستان به له یوه وارداتي هېواد څخه پر صادراتي هغه بدل کړي.
ولسمشر اشرف غني وايي چې د افغانستان واردات د صادراتو په پرتله ۳۰ چنده ډېر دي او که مخنیوی یې ونه شي، دغه ډول نا انډوله وضعیت به په هېواد کې د دوامداره اقتصادي بې ثباتۍ لامل شي.
ولسمشر د لویو زېربنایي پروژو ساتنې او څارنې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې په تېرو څو کلونو کې د سړکونو پر جوړونې په میلیاردونو ډالره ولګول شول، خو د حفظ او مراقبت د نه شتون له امله دغه پروژې د ویجاړېدو په حال کې دي.
د یادولو وړ ده چی د صادراتو د کچي لوړیدل د یوه هیواد پر اقتصاد باندي مستقیم مثبت اثر لري.