په روزګان کي د اوو تنو لوړ رتبه او ټيټ رتبه مامورينو د اداري فساد دوسيې محکمې ته سپارل سوي دي.
د روزګان د استيناف څارنوالى ريس فضل سلطان ساپى وايې، چي په دغو کسانو کي د پوهني ريس او دوه تنه مامورين، د کليو او پراختيا ريس او مرستيال او د دهراود ولسوالۍ پخوانى ښاروال او يو مامور، چي په بېلابېلو پروژ کي يې ٥٣ لکه افغانۍ اختلاص کړى.
دى وايې چي ددي اوو تنو دوسيي يې څيړلي دي او له پوره شواهدو وروسته يې محکمي ته سپارلي، تر څو محکمه ياد کسان د قانون منګولو ته وسپاري.
د روزګان د استيناف څارنوال وايې د پوهني ريس احسان الله ناشر ١٩ لکه، د کليو او پراختيا ريس انجينر هاشم او مرستيال يې د ملي پيوستون په پروژه کي لس لکه او د روزګان پخواني ښاروال او يوه مامور يې ٢٤ لکه افغانۍ اختلاص کړى.
په روزګان کي د استيناف څارنوالي مخکي هم يو شمېر په فساد ککړ کسان محکمې ته ور پېژندلي وه خو محکمې نه هغه کسان ونيول او نه يې هم دوسيې وڅېړلې.