کور / تازه خبرونه / افغان چارواکو دپيښور پر يوه ښوونځي حمله کي د لاس لرلو په تور ۵ کسان نیولي

افغان چارواکو دپيښور پر يوه ښوونځي حمله کي د لاس لرلو په تور ۵ کسان نیولي

نړېوالو رسنیو د افغان چارواکو له خوا په پېښور کې پر یوه ښوونځي د برید په تړاو د نیول شویو کسانو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

ګارډین:

د بریتانيې ګارډين ورځپاڼې د افغانستان په اړه په یوه مقاله کې لیکلي چې افغان چارواکو پینځه تنه، د پيښور پر یوه ښوونځي په حمله کې د لاس درلودو په تور نیولي دي.

درېیو افغان چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې څرګند شي؛ پرون (شنبه) ګارډین ته ویلي چې دا کسان له پاکستان سره پولې ته نږدې؛ په ختیځ کې ونیول شول.

د ډسمبر په شپاړسمه په پيښور کې پر یوه ښوونځي په حمله کې تر یوسل او څلویښت زیات زده کوونکي ووژل شول او مسولیت یې وسله والو طالبانو واخیست.

فاکس نیوز:

فاکس نیوز د امریکا له خوا د فغانستان د بیارغونې د چارو د سرمفتش د دفتر (سیګار) پر هغه رپوټ تبصره کړې چې وايي:

“د امریکاييانو د مالیې پینځه لکه ډالر؛ په افغانستان کې پر داسې کمزورو ودانیو ضایع شوي چې تر جوړېدو څلور میاشتې وروسته، نړیدلې دي.”

د امریکا د دې ادارې مشر جان سوپکو فاکس نیوز ته ویلي چې د دې ودانیو پروژه تر دې حده ناکامه وه چې د امریکاییانو او د امریکا د حکومت د شرمنده ګۍ سبب شوې ده.

جان سوپکو خبرداری ورکړی چې که د امریکا فدرالي ادارې د داسې پروژو نږدې څارنه ونه کړي؛ په افغانستان کې به د امریکاییانو د پيسو د ضایع کیدو بهیر جاري پاتې شي.

فاکس نیوز ویلي چې دا ودانۍ د افغانستان د ملي پولیسو د روزنې لپاره په پام کې نیول شوې وې؛ خو هغه شرکت چې د دې ودانیو قرار داد ورکړ شوی و؛ بې معیاره کار کړی او په ډير ټيټ کیفیت مواد یې کارولي دي.

د فاکس نیوز په وینا، دا ودانۍ دومره خرابې جوړې شوي چې دیوالونه یې اوبه جذبوي او نړیږي.

د فاکس نیوز په حواله، د جان سوپکو ادارې وړاندیز کړی چې د دې ودانیو لپاره مصرف شوې پيسې باید بیرته واخیستل شي او هغه چارواکي چې د دې ودانیو د کار څارنه یې کوله؛ باید له جدي اقدام سره مخامخ شي.