کور / تازه خبرونه / کرنې وزارت ته کاندید یعقوب حیدري هم له کاندیداتورۍ تېر سو

کرنې وزارت ته کاندید یعقوب حیدري هم له کاندیداتورۍ تېر سو

ولسمشر ته نژدې سرچینه وايي، کرنې وزارت ته کاندید یعقوب حیدري هم له کاندیداتورۍ تېر سوی دی.
له دې مخکې د ولسمشرۍ دفتر ویلي وه، چي د ښاغلي حیدري د قضیې په اړه یې څېړنه پیل کړې ده.
وروسته تر هغه چې د ښاغلي حیدري نوم د ملي یووالي حکومت د وړاندیز سوې کابینې په لست کې راغلی، د نړیوالو پولیسو (انټرپول) اعلان وکړ چې دوی ددغه سړي په لټه کې دي.
نړیوالو پولیسو ویلي، ښاغلی حیدري له مالیاتو تښتېدلی دی.
انټرپول وايي، ښاغلی حیدري په ۲۰۰۳ کال کې د استونیا له خوا لټول کېده، ‌ځکه چې له مالیو څخه تښتېدلی و.
خو ښاغلي حیدري رسنیو ته وویل،‌ نوم یې ځکه د انټرپول په لست کې دی، چې یوه بل تن دده شرکت اخیستی او د شرکت اړونده مالیه یې نه ده ورکړې.
ارګ ته نژدې سرچینه وايي، په پام کې ده چې د ښاغلي پوپل پرځای مالیې وزارت ته واشنګټن کې افغان سفیر اکلیل حکیمي وړاندې شي.