د جمهور رئیس د ۳۹ ګڼه فرمان پر اساس د میدان وردګو ولایت له بند خونې څخه څلور تنه بندیان ازاد شول .
دغه بندیان،چې درې تنه یې د ترافیکي او یو تن یې د نشه یې توکو د قاچاق په جرم نیول شوي وو،د جمهور رئیس د ۳۹ ګڼه فرمان پر اساس یې د بند په موده کې د کموالې له امله نن ( دوشنبه) د یوې غونډې به ترڅ کې ازاد شول.
دوه میاشتې وړاندې د پخواني ولسمشر د ۶۰ ګڼه فرمان پر اساس له یادې بند خونې څخه ۲۸ تنه نور بندیان ازاد شول او د څلورو ښځو په ګډون د ۶۸ نورو بندیانو د بند په موده کې کموالی راغی .
په جوړه شوې غونډه کې د میدان وردګو سرپرست والي،د استناف څارنوالۍ،ښڅو چارو،ملي امنیت او یو شمېر نورو ادارو مسؤلینو او استازو برخه اخیستې وه.
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي وویل هر انسان،چې په بند خونه کې اچول کیږي،لامل یې د هغه لخوا د یو جرم ترسره کول وي.خو د بند موده په تېرولو سره هغه د ښوونځې په څېر د مثبتو کارونو د ترسره کولو درس ترلاسه کوي .
ده خوشي شویو کسانو ته هم لارښوونه وکړه،چې دوی هم په دغه بند خونې کې تر لاسه کړې زدکړه او عبرت څخه ګټه واخلي او له دې وروسته دې په ټولنه کې د یوه ښه او غوره انسان به توګه ژوند وکړي .
د میدان وردګو د بند خونې امر مل پاسوال افندي ګل رباطي وویل دوی د ازاد شویو کسانو ترڅنګ په دغه بند خونه کې له ټولو بندیانو سره ښه او غوره چلند کړی او په پوره توان سره یې هڅه کړې،چې دوی ته په ټولو برخو کې ښه زمینه برابره کړي .
د میدان وردګو د استناف څارنوال نیازمحمد نیکیاد وویل د جمهور رئیس د فرمان له مخې په پوره شفاف ډول د یادو کسانو دوسیې څېړل شوي .
اوس مهال د میدان وردګو ولایت به بند خونه کې د ۱۱ مېرمنو او ۳۰ ماشومانو په ګډون ۲۱۰ تنه د بېلابېلو جرمونو له امله د بند شپې ورځې تېروي .