الكساندر دوما (1802-1870) د فرانسې د نولسمې پېړۍ تر ټولو ستر ليكوال دى.
د ده تاريخي رومانونه لكه (درې ټوپكيان، شل کاله وروسته او كنت دومونت كرستيف) دومره نامتو دى چې سارى يې نه ليدل كېږي. دوما د (اونوره دوبالزاك) او (اوژن سو) په شان د سريالي رومانونو له لومړنيو ليكوالو څخه دى.
د فرانسې د اوږدو كيسو او نندارو دغه نامتو ليكوال د 1802 م كال د جون په 24 نېټه، له پاريس څخه 80 كيلومتره ليرې په (ويلر كوترت) كې په يوه نوميالي او شتمنه كورنۍ كې زېږېدلى او د خپلې كورنۍ درېيم ماشوم دی.
الكساندر دوما (پلار) د (مارګي آنتوان الكساندر) لمسى او د ناپليون د پوځونو د جنرال. (توماس الكساندر داوى دولا پايتريه) زوى دى. دوما د اتو مياشتو و چې پلار يې د پوځي اسرارو د نه ساتلو په تور له دندې ګوښه او څلور كلن و چې پلار يې مړ شو. په دې څلورو کلونو کې د دوما کورنۍ خپل شته او لوړ دریځ له لاسه ورکړی و او مور يې د بېوزليتوب او یوازیتوب له ستونزو سره لاس او ګريوان پاته وه.
وايي چې دوه كاله وروسته، د دوما مور (ماري لوئيز اليزابت لا بوره) د فرانسې سترواكمن، ناپليون بوناپارت، چې د دې د جنرال مېړه له ليرو خپلوانو څخه و، په خپلو ستونزو خبر كړ؛ خو ناپليون په جګړو كې د ډېرې بوختيا له امله، له دوى سره څه مرسته ونه كولاى شوه. له همدې امله دوما څوارلس كاله په خپل كلي كې پاته شو او ډېرې ستونزې يې وګاللې. دوما په كال 1916 كې په يوه دفتر كې د کاتب په توګه كار پيل كړ او هیله يې درلوده چې له خپلې مور سره به اقتصادي مرسته وكړي.
په كال 1820 كې دوما خپلې زده كړې نيمګړې پرېښودې او د كار په تمه پاريس ته لاړ. د ښوونځي په كلونو كې د ده مور د ده د زده كړو له بشپړولو سره ډېره مينه درلوده او په ډېر زيار يې د ده لګښتونه برابرول؛ خو ده له درسونو سره ډېره مينه نه ښودله، يوازې په يوه مضمون (املا او انشا) كې يې پوره نمرې اخستې او ډېر کتابونه یې لوستل.
که څه هم چې دوما په دې وخت کې په یوه کمکۍ بېوزله کورنۍ کې ژوند کاوه؛ خو د پلار نوم او اشرافي اړیکې لا یو څه په ځای پاته وو او له همدې امله په پاريس كې د خپل پلار د يوه خپلوان په مرسته، د دوك اورليان (لويي فليپ) د منشې په توګه وټاكل شو(1822). د دوك اورليان په دفتر يا دربار كې كار، دوما ته موقع برابره كړه چې مقالې او لنډې كيسې وليكي، د تياتر او هنري نندارو په هكله كتابونه ولولي او خپلې نيمګړې زده كړې بشپړې كړي.
دوما په 1825 كال كې د (ميني او ښكار) او څو نورې لنډې نندارې وليكلې چې ډېرې بريالۍ نه وې. تر دغه وخته لا دوما د خپل كار حدود ښه نه و ټاكلى او د ادبي ژانرونو په مينځ كې لا لهانده و! خو دوه كاله وروسته ده خپله لار وټاكله او د نندارو په ليكلو يې لاس پورې كړ او د (درېيم هانرى او دربار) ننداره يې وليكله. دغه ننداره چې د كال 1829 د فبرورۍ په دوهمه د پاريس د (فرانسس) په تياتر كې وښودل شوه، دومره په زړه پورې وه چې دوما يې په خلكو باندې د يوه بريالي ننداره ليكونكي په توګه وپېژاند او (دوك اورليان) د سلطنتي ماڼۍ د كتابتون د مشر مرستيال وټاكه.
دوما په دغه دنده كې د ډېرو سترو ليكوالو كتابونه ښه په دقت ولوستل او د هغوى له افكارو سره بلد شو.
دغه ژورې مطالعې دوما دې ته وهڅاوه چې اوږدې كيسې وليكي. (درې ټوپكيان) د دوما لومړنى اثر و چې د (دوك اورليان) په كتابتون كې وليكل شو..
په همدې کال کې دوما د (کریستان) ننداره ولیکله چې د ده نوم یې لوړ او دی شتمن کړ.
الكساندر دوما د فرانسې د كال 1830 په انقلاب كې د جمهوري غوښتونكو مرسته وكړه. كله چې د فرانسې نوى پاچا (لويي فليپ) يا همغه (دوك اورليان) په دې خبره پوه شو، دوما يې د دربار له كتابتون څخه وشاړه؛ خو دوما دا وخت د خپلو نويو نندارو په بركت دومره شتمن شوى او پېژندل شوى و چې د درباري دندې پرېښودو ډېر خواشينى نه كړ. ځینې دا نندارې لکه د نل برج (1832) او كاترين هواردگاليكولا (1837) ډېرې بريالۍ وې.
له لويې فليپ سره مخالفت، دوما د وطن پرېښودو ته اړ كړ. ده د 1834 – 1837 كلونو تر مينځ د سويس يونليك (سفرنامه) وليكه او كله چې په ايتاليا او روسيه ورپېښ شو، نور يونليكونه يې هم وليكل. له دې وروسته دوما په خپل کور كې د (كنت دومونت كريستف) د كتاب په ليكلو لاس پورې كړ. دغه ستر كتاب چې اتلس ټوكه دى، د فرانسې په ادبي كړيو كې داسې ستره هنګامه جوړه كړه چې د كتابونو خپرونکو يې د خپرېدلو له پاره سيالي پيل كړه. ويل كېږي چې (اګست ماګه) د دوما د سترو تاريخي رومانونو په ليكلو كې مرسته كړې ده.
دوما په 1844 او 1845 كې د (درې ټوپكيان) او (كنت دومونت كريستف) نامتو كتابونه خپاره كړل. دغه كتابونو په دوما باندې د ټولنيزې ودې ډېر پړاوونه ووهل او دى يې داسې يو شتمن ليكوال كړ چې د پاريس په څنډه كې يې يوه لويه ماڼۍ واخسته او هلته يې ادبي غونډې پيل كړې.
په كال 1848 كې دوما يوه هنري ټولنه جوړه كړه. ده غوښتل چې د نورو ليكوالو د كلاسيكو هنري او ادبي آثارو د خپرېدلو او ښودلو تر څنګ خپلې نندارې هلته وړاندې كړي ؛ خو د دغه ټولنې لګښتونه دومره زيات وو چې دوما خپله ماڼۍ خرڅه كړه او له سترو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شو(1850) او بلجيم ته وتښتېد. ده هلته د (زما خاطرې) كتاب خپور كړ چې 22 ټوكه وو(1852). دوما يو كال وروسته بېرته پاريس ته ستون شو؛ خو د یوې ورځپانې او یوې اونیزې د خپرېدو سره – سره يې مالي وضع ښه نه شوه او پوروړى پاته شو!
له دې ماتې څخه وروسته دوما بيا سياست ته مخه كړه؛ خو دا سياست په واكمنو بد ولګېد او دى يې له فرانسې څخه تبعيد كړ.
دوما په كال 1840 كې د تياتر له يوې لوبغاړې سره چې (ايدا فريهIde Ferrier) نومېده واده وكړ. دوما په دغه وخت کې له یوې بلې ښځې (ماري کاترین) څخه یو غیرقانوني زوی هم درلود چې هغه هم الكساندر دوما نومېده او په نړۍ كې د الكساندر دوما (زوى) په نامه مشهور دى او د فرانسې له نومیالیو لیکوالو څخه شمېرل کېږي.
دوما (پلار)، دوما (زوی) په 1931 کې د خپل قانوني زوي په توګه منلی و. دوما) زوی( په 1824 کې زېږېدلی او په 1895 کې مړ شوی دی.
دوما او (ایدا فرید) ژر يو له بل څخه جلا شول او ده بيا يوازې ژوند وكړ.
لیکوالۍ دوما ډېر شتمن کړ؛ خو دی د اشرافی ژوند خوښمن و او ډېرې پیسې یې خرڅولې. هغه وخت چې د لویی فلیپ پاچایي پای ته ورسېده، نوي واکمن دوما ته ډېر پام ونه کړ او دی د پوروړو له لاسه روسیې ته وتښتېد او دوه کاله هلته پاته شو. له دې وروسته دوما د ایتالیا (پالرمو) ته لاړ او هلته یې د (جوزف ګاریبالدي) په مرسته په ناپل کې (خپلواکي) ورځپاڼه خپره کړه. دوما په 1864 کې بېرته فرانسې ته ستون شو.
فرانسه ډېر نومیالي لیکوال لري؛ خو د دوما (پلار) د لوستونکو شمېر ساری نه لري. دی د رومانیزم ښوونځي له مخکینو داستان لیکونکو څخه دی؛ خو په لیکنو کې یې ریالیستي څرکونه هم شته.
الکساندر دوما (پلار) د کال 1870 د دسمبر په پنځمه د خپل زوی په کور مړ شو. دی دا وخت 68 کلن و!
دوما 300 کتابونه لیکلي چې د خورا درانه کار ثمر بلل کېږي.
دا کتابونه د نړۍ په ډېرو سترو ژبو ژباړل شوي او 200 فلمونه پرې جوړ شوي دي.
اوس په پاریس کې د دوما کور ته په زرګونو سیلانیان او مینه وال ورځي.
په کال 1970 کې د پاریس مترو یو تمځای د الکساندر دوما په نامه شو او په 2002 کې چې د دوما (پلار) د زېږېدو دوه سومه کلیزه وه، د فرانسې دولت د ده مړی (هډوکي) د پاریس په (پانتون) هدیره کې خاورو ته وسپاره چې د فرانسې د ملي ویاړونو هدیره بلل کېږي.