هالند د اروپا په شمال لويديځه څنډه كې پروت يو كوچنى هېواد دى. ختيځ ته يې المان، جنوب ته بلجيم (بلژيك) او شمال او لويديځ ته يې د شمال سيند موقعيت لري. د دغه هېواد ډېره خاوره د شمال سيند له اوبو څخه ټيټه پرته ده. له همدې امله د هالند دولت د خپلو هېواد په شمالي سواحلو كې، د اوبو د مخنيوي له پاره پاخه او ج ديوالونه جوړ كړي دي. په پخوا كلونو كې هالند او بلجيم ته (ټيټې زمكې) ويل كېدى.
دغه كيسه چې تاسو يې په دې كتاب كې لولئ په 72 – 1673 كلونو كې پېښه شوې ده. د پنځلسمې پېړۍ په لومړنۍ نيمايي كې (ټيټې زمكې) په اسپانيا پورې تړلې وې. په كال 1597 كې د دغه سيمو د شمالي ولايتونو خلكو چې ژوند يې ډېر ستونزمن و، د اسپانيا د واكمنۍ پر ضد په پاڅون لاس پورې كړ. جنوبي ولايتونو په دې پاڅون كې برخه وانخسته، دوى وروسته بيا خپلواكه شول چې سيمه يې اوس بلجيم بلل كېږي.
د هالند د متحده ولايتونو خلكو په كال 1581 كې خپله خپلواكي اعلان كړه؛ خو د دغه خپلواكۍ د بشپړولو له پاره سل كاله نور وجڼېدل. دغه ولايتونه به په بېلا بېلو پړاوونو كې كله نا كله له انګليسانو او فرانسويانو سره يو ځاى كېدل او كله ورسره جنګېدل. د دغه جنګونو پوځي مشري به تل د هېواد د موروثى واكمنو، د اورانژ د شهزاده ګانو، په غاړه وه او اداري چارې به د هېواد پارلمان سمبالولې. د دغه پارلمان پرېكړې به هغه والي تطبيق كولې چې د خلكو په خوښه ټاكل كېده.
د هالند وړوكى هېواد، د شپاړلسمې پېړۍ له جګړو سره – سره د اروپا د هغه وخت يو ستر سوداګريز او سمندري ځواك و چې 16000 بېړۍ يې درلودې او په ختيځ هند، لويديځ هند، شمالي او جنوبي امريكا كې يې سوداګري كوله. د هالند دغه شتمني هغه لامل و چې بهرني ځواكونو يې په پرله پسې توګه د دغه هېواد نيولو ته هڅول.
وروسته له هغه چې د اورانژ د لړۍ شهزاده دوهم ويليام، د (وستفالى) په تړون كې خپل ځوان ولس په نړېوالو وپېژاند، داسې هڅې پيل شوې چې ويليام دې د هالند پاچا شي؛ خو دغه هڅې د هالند د پارلمان د جمهوري غوښتونكو غړو له سخت غبرګون سره مخامخ شوې. دوهم ويليام په كال 1650 كې مړ شو.
د ويليام له مړينې څخه وروسته د ده ځوانې مېرمنې (ماري آف انګلند) درېيم ويليام وزېږاوه.
د هالند د وخت د پارلمان عمومي غونډې په كال 1651 كې، له دې امله چې د هېواد موروثى واكمن لا ماشوم و، په هالند كې اضطراري حالت اعلان كړ او يوه تكړه حقوق پوه (كورنليوس دوويت) يې د والي په توګه وټاكه. دوويت او د ده ټول ملګري او پلويان جمهوري غوښتونكي وو، همدوى وو چې د دوهم ويليام د پاچايي د اعلانېدو مخه يې نېولې وه.
زموږ د دغې كيسې د ليكلو په بهير كې دوويت هغه وخت د درېيم ويليام د كورني ښوونكي په توګه وټاكل شو چې ويليام لا وړوكى و. دوويت په پټه هڅه كوله چې ويليام د موروثي واكمنۍ له حق څخه تېر شي. دغه هڅه بريالى نه وه او د هالند والي، دوويت له خپل هېواد څخه وشاړه. ځكه والي په دې بېرېده چې دوويت به د واك د ترلاسه كولو له پاره نور ګامونه هم اوچت كړي.
دوويت شل كاله د هالند والي و. دى دوه ځلې له انګلستان سره وجنګېد او د هالند د بهرنۍ سوداګرۍ د پراختيا له پاره يې ډېر كار وكړ.
په كال 1972 كې فرانسې، د انګلستان او څو نورو كوچنيو هېوادونو په مرسته، هالند ته د يرغل ګواښ وكړ. كه څه هم چې هالنديان د اورانژ د كورنۍ د شهزاده ګانو له تېرو واكمنيو څخه خوابدي وو؛ خو بيا هم مجبور شول چې د فرانسې د نويو يرغلونو د وېرې د مخنوي له پاره 22 كلن درېيم ويليام د هېواد د پوځونو د مشر په توګه وټاكي.
كورنليوس دوويت او ورور يې كورنليوس ژان او په پارلمان كې د دوى جمهوري غوښتونكو پلويانو هڅه وكړه چې هالند ته د درېيم ويليام د راتګ مخه ونيسي. دوى په ويليام باندې ډېر اعتماد نه درلود.
په پارلمان كې د دوويت د پلويانو شمېره زياته وه او يو عجبيه حالت منځ ته راغى. دوويت غوښتل چې د جړې د پيلېدو مخه ونيسي او په پټه يې له فرانسويانو سره خبرې پيل كړې. كله چې خلك په دې موضوع پوه شول، فكر يې وكاوه چې دوويت د هېواد له سقوط سره مرسته كړې او ….
هغه چې اوس په دې كتابګوټي كې د تور غاټول د داستان آر او بنسټ جوړوي.
***
په پنځلسمو او شپاړسمو پېړيو كې غاټول په ټوله اروپا كې روزل كېدل او په دې بزنس كې د خلكو ډېره پانګه بنده وه. د هالند خاوره د غاټولو د روزلو له پاره خورا په زړه پورې او بډايه ده. په همغه پېړيو كې په هالند كې د غاټولو د روزلو مينه دومره ډېره شوه چې (ليونۍ مينه) به بلل كېده، د غاټولو يو بزغلى به آن تر پنځو زرو ډالرو پورې پلورل كېده او د غاټولو سترې – سترې نندارې به جوړېدې د دغه كتابګوټي كيسه په هالند كې پېښه شوې او د غاټولو د تور رڼ د ميندلو په څنګ كې د يوې ګلالۍ مينې او عدل انځور وباسي.