کور / تازه خبرونه / په تېر کال کي په پراخه کچه دولتي مځکه غصب شوې ده

په تېر کال کي په پراخه کچه دولتي مځکه غصب شوې ده

د هلمند مدني ټولنې رئيس وايي، دوی په خپلو څېړنو کې موندلې چې؛ د تېر يو کال په موده کې په هلمند کې دولتي ځمکې او عامه شتمنۍ په پراخه کچه غصب شوي دي.
په دې غصب کې ولايتي اداره، ځايي قومندانان، زورواکي او د سيمي بانفوذه خلک شامل دي.
هلمند مدني ټولنې د خپلو پلټنو په ترڅ کې موندلې ده چې، تېر يو کال هلمند د پراخه غصب شاهد و.
ددې ټولنې مشر سردار محمد د يوې خبري ناستې پر محال خبريالانو ته وويل، په تېر کال کې د دوی دفتر ته د نورو شکايتونه ترڅنګ لسګونه د ځمکو د غصب شکايتونه ورغلي دي چې د دوی له پلټنو وروسته دا ثابته شوې ده چې، په سيمه کې پراخه غصب شوی دی.
د همدرد په خبره دغه غصب د مرکز لښکرګاه ترڅنګ په بېلابېلو ولسواليو کې ترسره شوی دی، چې په غصب کې ولايتي اداره، ځايي دولتي چارواکي، سيمه ييز زورواکي او د سيمې بانفوذه خلک ښکېل دي.
سردار محمد همدرد رسنيو سره په خبرو کې وويل: ((هره ورځ د مدني ټولنې انګړ ته له بېلابېلو ولسواليو خلک راځي، دوی بېلابېلې ستونزې لري خو ډېری ستونزې د ځمکې د غصب وي، چې اکثره وخت د زورواکو لخوا د غريبو خلکو ځمکې غصبيږي او په زوره د ځمکې پرېښودو ته اړ کيږي.))
همدرد وايي، مدني ټولنې ته ډېر داسې شکايتونه هم ورغلي دي چې د زورواکو لخوا خلک له کورونو ايستل شوي دي او د دوی کورونه او سرايونه يې ور نړولي دي.
د هلمند مدني ټولنې مشر وايي، دوی ته د ځمکې د غصب لسګونه شکايتونه شوي دي چې د دوی تر پوره پلټنې وروسته اوس کره شواهد هم په لاس کې لري، چې له مخې يې د هلمند په مرکز او ولسواليو کې پراخ غصب شوی دی.
همدرد له مرکزي دولت جدي غوښتنه وکړه چې د نورو ستونزو ترڅنګ دې په هلمند کې د ځمکو د غصب مخه ونيسي.
کله چې ځايي دولتي اداره له خلکو سره د مور او مېرې چلند شروع کړي نو په دغه ولايت کې خلک د خپل اواز اورېدو لپاره مدني ټولنه ښه ځای بولي.
په ټوله کې د هلمند مدني ټولنې ته هغه شکايتونه ډېر ورځي چې يا د ځمکې پر سر د ځايي خلکو ترمنځ شخړه وي او يا هم د کوم زورواکي لخوا دولتي، عامه شتمنۍ او د خلکو شخصي ځمکې غصب شوي وي.