د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب ترډيره ولسي جرګې ته د کاندید وزیرانو د معرفي او د سولې عالي شورا د ناکامیو په اړه مطالبو ته ځانګړي کړي دي.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي، حکومت کاندید وزیرانو ته د باور رایې ورکولو په هدف پر ولسي جرګې د فشار راوړلو هڅې کوي.
ورځپاڼې په دې مطلب کې د ولسي جرګې د غړو په حواله لیکلي، چې کاندید وزیرانو ته د باور رایې ورکولو برخه کې په خپلو ژمنو ولاړ یو او یوازې مسلکیتوب ته ارزښت ورکوو.
ورځپاڼې په دې مطلب کې لیکلي، چې ولسمشراشرف غني او اجرایي ریس عبدالله عبدالله تیره ورځ د ولسي جرګې له اداري پلاوي او غړو سره کتلي، خوپه دې مطلب کې د ځینو وکیلانوله خولې ویل شوي، چې ولسمشر او اجرایي ریس پر وکیلانو فشار راوړي، چې ټولو کاندیدان وزیرانو ته د باور رایه ورکړي.
سرنوشت ورځپاڼې بیا په خپل یوه مطلب کې لیکلي، چې د یوې وړ او مسلکي کابینې لپاره وروستۍ هیله ولسي جرګې ته ده.
سرنوشت په دې مطلب کې لیکلي، چې حکومت د کابینې د ځنډ لامل د مسلکیتوب موضوع یادوله، خو د ورځپاڼې په باور، کله چې کابینه معرفي شوه، هغسې چې تمه کیده مسلکي نه وه.
ورځپاڼې لیکلي، اوسنۍ اعلان شوې کابینه ملي نه ده، خو تنظیمي، قومي او سهمي نوم ورکولی شو.
د لیکوال په بارو اوس د ولس هیله دا ده، چې ولسي جرګه باید د کاندید وزیرانو په معرفي کیدو کې ټول معیارونه په پام کې ونیسي.
ملي ارمان ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي، حکومت او د سولې عالي شورا د سولې ټینګښت ته هیڅ کار نه دی کړی.
ورځپاڼې په دې مطلب کې د سولې د خبرواترو د کمیټې د یوه راپورپه حواله لیکلي، چې خلک په ټول هېواد کې د سولې له پروسې ناراضه دي.
په مطلب کې راغلي، چې د سولې د ټینګښت لپاره باید د سولې شورا په ترکیب کې بدلون راشي، په حکومت کې ښکیلې ډلې باید په دې اړه همغږي ولري او نړېواله ټولنه دې برخې ته یوه ښکاره پالیسي جوړه کړي.
انصار ورځپاڼې بیا د سولې په اړه یوه مطلب کې لیکلي، چې په متحده عربي اماراتوکې د طالبانو سیاسي دفتر پرانستل کیږي.
د ورځپاڼې په باوریوه لوړ پوړي طالب چارواکي د پاکستان اکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته ویلي، چې د طالبانو ځیني مشران له قطره متحده عربي اماراتو ته تللي دي.
ورځپاڼې په دې مطلب کې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله لیکلي، چې قصد نه لري، چې د قطردفتر وتړي او په متحده عربي اماراتو کې ځانته سیاسي دفترخلاص کړي.