د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت د ځوانانو د چارو معنیت د ځوانانو لومړنۍ ملي پالیسي پرانستله.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو د چارو معین نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د ځوانانو د ملي پالیسی پلي کېدل کولای سي تریوه ځای د ځوانانو ستونزې حل کړي.
پر همدې مهال په افغانستان د ملګروملتونو سرمنشي ځانګړي استازي د یادې پالیسي پلي کیدل مهم وبلل چې ملګروملتونو سازمان تل د افغان ځوانانو ملاتړ کړی او په راتلونکې کې به یې هم ملاتړ وکړي.
داپه داسي حال کښي ده چي ولسمشر غنی دخپل کمپاین پر مهال دځوانانو لپاره دځانګړي وزارت دجوړیدو وعده کړي وه خو اوس یي هغه هم ترسره نه کړل.