د لوګر امنيه قوماندان وايي، هغه طالب قوماندانان په پاکستان کې نيول سوي چې په لوګر کې يې د داعش مخنيوى کاوه.
امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي له رسنیو سره په مرکه کې وويل چې د لوګر په څرخ او محمداغې ولسواليو کې يو شمېر طالب قوماندانانو د داعش مخنيوى کاوه.
هغه زياته کړه، چې دغه طالب مشران څو ورځې مخکې په يوه پلمه کوېټې ته غوښتل سوي وو او هلته تر رسېدو وروسته نيول سوي او اوس بنديان دي.
خو نوموړي دا څرګنده نه کړه چې ياد کسان د پاکستان حکومت بنديان کړي او که خپله طالبانو.
امنيه قوماندان وايي په نيول سوو طالب قوماندانانو کې ملا عبدالرحيم، ملا نانى اغا، ملا بشېر او ملا نبي اخوند شامل دي.
اسحاقزي وويل، د دغو طالب مشرانو تر نيول کېدو وروسته په ځينو سيمو کې داعش وسله وال پيدا سوي او د ځينو کورونو پر دېوالونو يې ”زنده باد داعش” زنده باد البغدادي” شعارونه ليکلي دي.
ده وويل پاکستان په ښکاره د داعش ملاتړ کوي. اوپه دي ډول اوس یوازي دطالبانو دجامو په بدلولو سره دځانه دنړیوالو دانتقاد ګوته اړوي.