په هلمند ولايت کي د محافظت له لوري پر ليږدونکي اکمالاتي کاروان ځانمرګى موټر بم بريد سوى دى.
د هلمند ولايت د امنيي قومندانۍ وياند فريد احمد عبيد وايې، چي څو دقيقي وړاندي شاوخوا دوه نيمي بجې د کندهار هلمند ترمنځ د هلمند د لښکرګا دوه لاري ته ور څيرمه ځانمرګى موټر بم بريد سوى دى.
هغه وايې، چي ددي پېښي په اړه نور جزيات په لاس کي نه لري.
له بلي خوا د هلمند د امنيي قومندانۍ د همږغۍ د دفتر مرستيال محمد اسمعيل هوتک وايې، چي د لومړنيو معلوماتو له مخي په دي پېښه کي درې تنه وژل سوي او يولس تنه نور ټپيان سوي دي.
د هوتک د معلوماتو پر اساس چي دغه کاروان د ښوراب پوځي اډې څخه د کندهار پر لوري د کندهار هرات پر لويه لاره روان چي د بريد سره مخ سو.
تر اوسه پوري دا په ډاګه نه ده چې ددي بريد پر مهال به ټوله څومره مرګ ژوبله اوښتې وي خو دا هغه سيمه ده چي دوه نور ځانمرګي بريدونه هم سوي وه.
تر اوسه کومي ډلي ددي پېښي پړه نه د منلي.