کور / تازه خبرونه / کندهار:په عينو مېنه کي موټر بم چاودني يو کوچنى زخمي کړ

کندهار:په عينو مېنه کي موټر بم چاودني يو کوچنى زخمي کړ

په کندهار کي موټر بم چاودني يو ماشو زخمي کړ
نن (يکشنبه) سهار لس بجې د کندهار د يولسمې امنتي حوزې اړوند د عينو مېني په ښار ګوټي کي د موټر بم چاودنه سوې، چي پرمهال يې يو ماشوم زخمي کړى دى.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پېښه تايدوي او د هدف په اړه يې څه نواى، هغه وايې، چي پوليسو دغه موټر تر تعقيب لاندي نيولي او غوښتل يې چي سيمي ته د انجينري ډله ولېږي څو د يادي پيښي مخه ونيول سي.
د خپلواک په خبره چي په دې پېښه کي يوازي يو ماشوم زخمي سوى او په سيمه کي يې مالي تاوانونه اړولي او د مارکيټونو او دوکانونو هنداري يې ماتي کړي دي .
بل لوري بيا د کندهار د ولايتي شورا ريس حاجي سيدجان خاکرېزوال وايې، چي موټر بم چاودنه پر ده سوې خو دى ترې روغ وتلى.
چارواکي ياده چاودنه بې هدفه بولي او په سيمه کي عيني شاهدانو هم د پېښي پرمهال په سيمه کي هيڅوک ندي ليدلي.
د چاودني مسوليت تر اوسه کومي وسله والي ډلي په غاړه ندي اخيستي.