کور / تازه خبرونه / روزګان: د ملي امنیت کار کوونکو ۱۸۵ کیلو ګرامه چرس نیولي

روزګان: د ملي امنیت کار کوونکو ۱۸۵ کیلو ګرامه چرس نیولي

د ملي امنیت کشفي او استخبارتې کارکوونکو د هڅو په پایله کې نن په مرکز ترینکوټ کې ۱۸۵ کیلوګرامه چرس نیول شوي.
یاد نشه ای مواد په یو ټونس ډوله موټر کې په ډیر ماهرانه توګه ځاي پرځاي شوي وه، د موټر چلونکې غوښتل چې د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالی څخه نشه ای ټوکی د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالي ته انتقال کړي خو د لاري په اوږدو کې مرکز ترینکوټ ته څیرمه د ملي امنیت د مؤظفینو له لوري نیول شوی او دمګړي تر تحقیق لاندي دی.