د کابل چاپ اکثر ورځپاڼو د نورو موضوعاتو تر څنګ ولسي جرګې ته د کاندید وزیرانو د معرفي کېدو پر څرنګوالي لیکنې کړي دي.
سرنوشت:
سرنوشت په خپلې مقالې کې لیکلي چې د کاندید وزیرانو نیک معیارونه!
د مقالې لیکوال ویلي، یو شمیر کاندیدان د خلکو پر وړاندې د کلکې ژمنې د نه درلودو تر څنګ؛ پوره زده کړې او تجربې هم نه لري او دوی به و نه شي کړای چې خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي.
په مطلب کې راغلي چې د ولسي جرګې غړي د رای ورکولو پر مهال باید دې موضوع ته جدي پام وکړي.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې په لومړي مخ کې د ولسي جرګې د دویم مرستیال په حواله په غټو ټکو لیکي چې دوه تابعیت لرونکي کاندید وزیران به د باور رایې د تر لاسه کولو په پروسه کې شامل نه شي.
په مطلب کې راغلي چې ښایي زیات شمیر کاندید وزیران د ولسي جرګې له لورې رد شي؛ ځکه د مطلب د لیکونکي په باور؛ اکثر دغه کاندیدان له مربوطه سکټورونو سره یې مطابقت نه لري.
ورځپاڼه د صالح محمد سلجوقي د خبرو په دوام لیکي چې وایي؛ د درویشتو کاندید وزیرانو تحصیلي اسناد ورته د جمعې په ورځ رسیدلي دي.
په مطلب کې وړاندې د همدې سرچینې په حواله راغلي چې هغه کاندید وزیران چې بهرنۍ تابعیت ولري؛ د باور رای اخیستو په پروسې کې به شامل نه شي.
ملي ارمان:
ملي آرمان ورځپانې هم په لومړي مخ کې لیکلي چې ولسي جرګه دوه تابعیت لرونکو کاندیدانو ته رای نه ورکوي.
په مطلب کې راغلي چې دولس کاندیدان د بهرنیو هیوادونو؛ لکه، امریکا، فرانسې، آسټرالیا او ترکیې تابعیت لري.
ورځپانې په نننۍ ګڼې کې همدا راز لیکلي چې نوي وزیران د باور رایې تر اخیستو وروسته باید تر ټولو مخکې له فساد سره مبارزه وکړي.
په دې اړه دولتي ورځپاڼې هیواد هم یو مطلب خپور کړی او په کې راغلي چې د کابینې په جوړیدو کې باید د خلکو غوښتنو ته پام وشي.
په مطلب کې راغلي چې افغانان اوس تمه لري چې د نویو وزیرانو د کار له پيلیدو سره؛ امنیت او سوله په هیواد کې تامین شي.
د مقالې لیکوال وړاندیز کړی چې نوي وزیران باید د فساد په له منځه وړلو؛ ځوانانو ته د کار په موندلو او د بې وزلۍ په له منځه وړلو کې عملي او کلک ګامونه واخلي.
انیس:
د انیس دولتي ورځپاڼې په مقالې کې هم د کابینې په اړه راغلي چې که د دغو کاندید وزیرانو تحصیلي اسنادو ته پام وکړو؛ نو و به وینو چې دغه کابینه د سیمې په کچه یوه باسواده کابنیه ده.
خو لیکوال زیاتوی چې یو وزیر د تخصص نه علاوه باید با تدبیره او وړ مدیر هم و اوسي تر څو د افغانستان کړیدلې اولس ته خدمت وکړای شي.
د مقالې لیکوال دغه راز وایي چې د افغانستان خلک تمه لري؛ څو د ولسي جرګې غړي په حوصلې سره او د اهلیت؛ تخصص، تقوا او تجربې پر اساس کاندیدانو ته رای ورکړي او د خدای او خلکو پر وړاندي خپل مسولیت ترسره کړي.