د افغانستان او عماراتو حکومت په سوې هوکړه کې افغان کارګران وروسته له دې کوالاى سي په افغاني پاسپورټ مخامخ هغه هېواد ته د کار لپاره ولاړ سي.
دغه هوکړه متحده اماراتو ته د افغان ولسمشر اشرف غني په سفر کې د هغه هېواد له چارواکو سره سوې ده. ولسمشر په دوه ورځني سفر عماراتو ته تللی او هلته يي له مېشتو يو شمېر افغانانو سره هم وکتل.
له ارګ څخه خپرې شوې خبرپاڼې ویل سوی چی ولسمشر د متحده عربي اماراتو له حکومت سره هوکړې ته رسېدلې ، چې افغان کارګران به له دې وروسته مخامخ په افغاني پاسپورټ د کار لپاره متحده عربي اماراتو ته ځي.
ولسمشر په اماراتو کې مېشتو افغانانو ته ويلي دي، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت بايد دوى ته زيات خدمتونه وکړي.