د پوهني وزارت غواړي چي د سويل لويديځي حوزې د څلورو ولايتونو کندهار، هلمند، زابل او اروزګان څخه د دولسم ټولګي فارغين په کابل کي د نيمه لوړو زدکړو په انسټيټيوټ کي جذب کړي.
دا خبره د کندهار د پوهني رياست تدريسي مرستيال عوض نظري خبريالانو ته وکړه او وئې ويل، چي د پوهني وزارت د تخنيکي او مسلکي زدکړو معينيت دا امتياز يوازي د سويل لويديځي حوزې جګړه ځپلو ولايتونو ته ورکوي.
په دغو فارغينو کي به نارينه او ښځينه دواړه شامل وي چي د نيمه لوړو زدکړو په انسټيټيوټ کي به د بهرنيو استادانو له خوا د مديريت، مالي محاسبې او ټکنالوژۍ په برخه کي زدکړي ورکوي.
د نظري په وينا هغه زده کوونکي چي په ازموینه کي بریالي سي په یاد انستیتوت کي به د ليليې اسانتيا هم ورته برابره سي.
په دغه انسټيټيوت کي د شموليت لپاره به د جدي مياشتي پر ديرشمه نېټه ازموينه اخيستل کيږي. د نظري په وينا علاقه مندان کولای سي، چي تر يادي نېټې د پوهني په رياست کي نومليکنه وکړي.
هغه ياد انسټيټيوټ ډېر مهم و باله او ويې ويل چي اسناد به يې باوري او د امريکا د بال سټېټ پوهنتون له خوا تاييد سوي وي.
د کندهار د پوهني رياست تمه ښيي، چي په دې سره به په کندهار کي مسلکي کدرونه ډېر سي او په دغه حوزه کي به د تعليمي سطحي په لوړولو کي مرسته وکړي.