په میدان وردګو ولایت کې د تېرو لسو میاشتو په ترڅ کې نږدې ۳ زره تنه د پولیسو او ملي اردو په لیکو کې شامل شوي دي .
د میدان وردګو ولایت د پولیسو د جلب او جذب قوماندان سمونیارګل اغا مایار وایي د روان کال د تېرو لسو میاشتو په موده کې یې په دغه ولایت کې ۲۳۰۷ تنه د پولیسو په لیکو کې جذب کړي دي .
نوموړی زیاته کړه له یادې شمېرې څخه یې ۶۶۱ یې د ملي پولیسو د سربازۍ،۸۲۶ یې عامه ساتنې پولېسو او ۷۷۶ یې د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې جذب کړي دي .
د پولیسو د جلب او جذب قوماندان وایي په یاده موده کې یې ۴۴ تنه د ساتمنۍ کورسونو ته ور پېژندلي او ۸۶ تنو سرتېرو کاري موده پای ته رسولې،همدا راز یې ۴۴ سرتېرو سره یې په دنده کې د پاتي کیدو قراردادونه تازه کړي .
د هغه د معلوماتو له مخې په تېرو لیسو میاشتو کې د پولیسو د بېلابېلو لیکو څخه یې ۵۰ تنه شهیدان شوي دي .
په ورته وخت کې د میدان وردګو د ملي اردو د جلب او جذب قوماندان ډګروال شفیق الله حبیبي وایي د روان کال په ترڅ کې یې د ملی اردو په لیکو کې له ۵ سوه تنو څخه زیات کسان جذب کړي دي .
نوموړی وویل په جدب شویو کسانو کې ۱۳۰ تنه،چې د دولسم او څوارلسم ټولګیو څخه فارغ شوي د افسرۍ لپاره،۱۷۰ تنه تنکي ځوانان او نور یې د ملي اردو څلور کلنې او یو کلنې اکاډمۍ لپاره او ۱۶۰ تنه یې د برید ملۍ لپاره جذب کړي دي .
خو د میدان وردګو د پولیسو او ملي اردو د جلب او جذب دواړه قوماندان بیا په دغه ولایت کې ښځینه سرتېرو د جذب له کموالې څخه سرټکوي .
دوی وایي په یاده موده کې هیڅ ښځینه د پولیسو او یا هم اردو په لیکو کې شاملیدو ته نده حاضره شوې .
د ښڅو جارو رئیسه وحیده ښکلې هم یاده ستونزه تائیدوي خو وایي دوی هر مهال هڅه کړې،چې د پولیسو او اردو په لیکو کې د شاملیدو په موخه ښځینه پیدا کړي خو له هڅو سره،سره بیا هم ندي بریالۍ شوي .