د کورنیو چارو وزارت وایي، سرحدي پولیسو د حامد کرزي په نړېوال هوايي ډګر کې د نشه يي توکو څلور تنه قاچاق وړونکي نیولي دي. د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش رسنیوته وویل، درېو کسانو نږدې یو کیلو او اووه سوه ګرامه هیرووین په کپسولونو کې اچولي وو او بیا یې په خپلو خېټو کې ځای پرځای کړي وو، چې پرون د حامد کرزي په نړېوال هوايي ډګر کې ونیول شول. دانش زیاته کړې، چې د غفار په نامه څلورم کس هم غوښتل ۵۷۸ ګرامه هیرویین په ماهرانه ډول هند ته ولېږدوي، چې د سرحدي ځواکونو له لوري ونیول شو.