کور / تازه خبرونه / سیداباد او چک اولسوالیو کي د ځوانانو شوراګاني جوړي شوې

سیداباد او چک اولسوالیو کي د ځوانانو شوراګاني جوړي شوې

د میدان وردګو ولایت د سیداباد او چک ولسوالیو کې د ځوانانو شورا ګانې جوړې او د ازادو ټاکنو له لارې اداري پلاوي هم وټاکل شول .
د سیداباد ولسوالۍ په دشتې ټوپ سیمه کې په جوړه شوې غونډه کې،چې د یادې ولسوالۍ ولسوال،قومي مشرانو،ځوانانو او نورو برخه اخیستې وه،لومړی د یادې ولسوالۍ د ځوانانو۲۵ کسیزه شورا جوړه او وروسته د ازادو ټآکنو له لارې یې اداري پلاوی وټاکل شوو.
په ټاکل شوي پلاوی کې محمدالدین محمدي د شورا د مشر،محمدعثمان د لومړي او سبحان الله یې د دویم مرستیال په توګه وټاکل شول،همدا راز انجینر عبدالقیوم د سیداباد د ځوانانو شورا د منشي په توګه انتخاب شوو.
د سیداباد ولسوال ډاکټرمسلم د ځوانانو شورا د جوړېدو موخه د دوی ترمنځ یوالی رامنځته کیدل په ګوته کړل او زیاته یې کړه،یاده شورا به له دې وروسته له دوی سره په ټولو چارو کې همغږي ووسي او په ګډه به د دغه ولسوالۍ د چارو د سمون په موخه لارې چارې لټوو.
په همدې حال کې د چک ولسوالۍ لپاره هم د ځوانانو شورا جوړه او اداري پلاوی وټاکل شو.
په همدې موخه په یاده ولسوالۍ کې په جوړه شوې غونډه کې،چې د چک ولسوال سربیره ګڼ شمېر نورو مخورو او ځوانانو په کې ګډون کړی وو،لومړی د دغه ولسوالۍ لپاره د ځوانانو ۱۸ کسیزه شورا جوړه او وروسته یې اداري پلاوی وټاکل شوو.
په دغه پلاوی کې فضل حامد د شورا د مشر،نظرمحمد او ذکي احمد یې لومړی او دویم مرستیالان وټاکل شول،همدا راز محمد جاوید بیا د یادې شورا د منشي په توګه وټاکل شوو.
د چک ولسوال محمد هاشم په دغه ولسوالۍ کې د لومړی ځل لپاره د ځوانانو شورا پر جوړېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه،یاده شورا د با احساسه ځوانانو څخه جوړه شوې او کولای شي،هر مهال په دغه ولسوالۍ کې شته ستونزو ته د حل لارې چارې ولټوي.
ده زیاته کړه،ولسوالۍ مقام په بشپړ ډول د دغه شورا سره همکار دی او که هر ډول ستونزه یې پر وړاندې رامنځته شي،نو دوی به یې د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي .
د جوړو شویو دواړو شوراګانو مشرانو د خپلو خبرو پر مهال وویل د سیمې مشرانو په خپلو برخو کې ښه کارونه ترسره کړي،خو دا چې ځوانان د ټولنې د ملا تېر حیثت لري نو په همدې موخه به دوی هم له هغوی سره اوږه په اوږه په ټولو چارو کې ونډه واخلي .
تر دې وړاندې د نرخ ولسوالۍ د ځوانانو ۲۳ کسیزه شورا جوړه شوې وه .