د کندهار تجارانو وايي که پاکستان د دوی د اموال د ټرانسپورټېشن کرايه راکښته نه کړي، نو خپل اموال به د بندر عباس له لاري راوارد کړي.
نن غرمه مهال د کندهار ګڼ شمېر تجارانو په ولايت مقام کي د کندهار له سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا او د ولايت مقام له سرپرست مرستيال عبدالعلي شمسي سره وکتل.
د يادو تجارانو په استازيتوب د درمل پلورونکو د اتحاديې مشر حاجي رحم الدين اغا وويل که پاکستان د دوی د اموال د ټرانسپورټېشن کرايه راکښته نه کړي، دوی به مجبوراً د بندر عباس له لاري خپل اموال راوارد کړي. دوی له کلونو راهيسي د پاکستان له لاري خپل اموال راواردوي، خو له تېري اوونۍ راهيسې د پاکستان د حکومت له خوا د موټر پر سر څلوېښت زره روپۍ کرايه لوړه سوې ده. رحم الدين اغا وويل پاکستان پخوا د موټر پر سر يولک او پنځه زره روپۍ کرايه غوښته، خو اوس يې يودم څلوېښت زره روپۍ نوره اضافه کړه. نوموړي زياته کړه چي په دې وروستيو کي تېل هم ارزانه سوي دي، لازمه خو دا وه چي کرايه نوره راکښته سوې وای، مګر پاکستان کرايه نوره هم لوړه کړه.
يادو تجارانو د کندهار له سرپرست والي څخه وغوښتل چي د پاکستان له لوړو مقاماتو سره د يادو ستونزو په باب وږغيږي، تر څو د ټرانسپورټېشن کرايه بېرته راکښته کړي. دوی ټينګار وکړ چي که پاکستان کرايه راکښته نه کړي، نو مجبوراً به د بندر عباس له لاري خپل اموال راوارد کړي.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د دوی غوښتنه پر ځای وبلله خو ويې ويل له پرون راهيسي چي کله نوموړی خبر سوی، د پاکستان له کونسلګرۍ او په کراچي کي له افغان سفير سره يې تماس نيولی دی. دی وايي يادو دوو مراجعو ډاډ ورکړی چي دغه ستونزه به ژر تر ژره هواره کړي. ښاغلي ويسا دوی ته ډاډ ورکړ چي د دې ستونزي په هواري کي به تر خپل وسه مرسته ورسره وکړي.
ښاغلي ويسا داراز ټينګار وکړ چي افغان تجاران بايد د خپلو هيوادوالو لپاره بې کيفيته درمل او بې کيفيته توکي راوارد نه کړي. هغه وايي څه وخت مخکي عامي روغتيا رياست د مکروب ضد داسي درمل کشف او ترلاسه کړل چي د سپينو وريجو اوړه پکي کارول سوي ول. ښاغلي ويسا وويل تر هغه مهاله چي دغه ستونزه حليږي، بايد خوراکي توکي او درمل ګران نه سي. که خوراکي توکي ګران سي، عام خلک به له ستونزو سره مخ سي. تجاران بايد د خپلو خلکو کمزوري اقتصادي حالت ته ډېره توجه وکړي.