کور / تازه خبرونه / د کانديد وزيرانو تحصيل ته په پام سره يوازې ۴فيصدو ته ئې مسلکي ويلی سو

د کانديد وزيرانو تحصيل ته په پام سره يوازې ۴فيصدو ته ئې مسلکي ويلی سو

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډيره د کاندید وزیرانو د وړتیا او د سولې په پروسه کې د چین رول په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

محور:

محور خپلواکې ورځپاڼې په لومړي مخ کې د یوشمېر کاندید وزیرانو د عکسونو په خپرولو سره لیکلي چې د کاندید وزیرانو زده کړې ته په پام یوازې څلور فصیده اعلان شوي وزیرانو ته مسلکي ویلی شو.

په مطلب کې راغلي چې افغان ولسمشر او اجرییوي رییس په دغو کاندید وزیرانو توافق کړی او داسې احتمال شته چې د افغانستان ولسي جرګه هم دغو کسانو ته د اعتماد ریې ورکړي.

سرنوشت ورځپاڼې افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د پخواني استازي جیمز ډابنز له قوله لیکلي چې چین د افغانستان د سولې د پروسې لپاره تر ټولو مناسب ځای دی.

په مطلب کې د ښاغلي ډابنز له قوله لیکل شوي چې چین دا وړتیا لري چې پاکستان وهڅوي؛ ترڅو د وسله والو طالبانو مشران افغان حکومت سره مزاکراتو ته چمتو کړي.

سرنوشت:

په عین حال کې سرنوشت غیر دولتي ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې د سولې په پروسه کې د چین رول په اړه لیکلي دي.

په مطلب کې د چین د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په حواله لیکل شوي چې دا هېواد کولای شي چې د سولې په پروسه کې مهم او مثبت رول ولوبوي.

محور:

محور د چین د بهرنیو چارو وزارت خبرې رانقل کړي چې هېواد يې د افغانستان او پاکستان له اړیکو ملاتړ کوي او چین چمتو دی چې د سولې د خبرو اترو لپاره د افغانستان حکومت او وسله والو طالبانو منځګړیتوب وکړي.

همدې ورځپاڼې بیا سرمقاله په دې پوښتنې سره پیل کړې چې ولسې جرګه به له کاندید وزیرانو سره څه ډول چلند وکړي؟

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کړی چې د افغانستان ولسي جرګه باید دوه ګوني تابعیت او تخصص په جدي ډول په پام کې ونیسي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي چې چین له افغانستان او پاکستان سره نیکې اړیکې لري او کولای شي چې د سولې په پروسه کې مثبت رول ولري.

ویسا لیکلي چې د وسله والو طالبانو استازي دوه ځلې تر دې مهاله چین تللي او افغان حکومت هم په دې برخه کې د چینایي چارواکو له خوا په جریان کې وو.

ملي ارمان:

په پای کې ملي ارمان ورځپاڼې هم خپله سرمقاله د نوې کابینې په اړه ځانګړې کړې ده.

د ورځپاڼې د لیکوال په وینا کوم وزیران چې له ولسي جرګې څخه د باور رایې اخلي باید خپل کارونه په جدیت او خورا مسوولیت سره مخې ته یوسي.