د کندهار سرپرست والي وويل د ولسمشر د ۳۹ فرمان له مخي دي مستحق بنديان له محبس څخه خوشي سي.
د نن ورځي په امنيتي غونډه کي چي په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ ملکي او نظامي چارواکو هم برخه پکښي اخيستې وه.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا وويل ولسمشر اشرف غني د دوولسمي په مناسبت د يو شمېر بنديانو د خوشي کولو ځانګړی فرمان صادر کړ. ښاغلي ويسا وويل د دغه فرمان له مخي دي د بنديانو دوسيې وڅېړل سي او په نن و سبا کي دي مستحق بنديان خوشي سي، تر څو بنديان خپلو کورونو ته ستانه سي او نور له خپلو کورنيو سره ژوند تېر کړي.
ويسا له ايساف څخه افغان ځواکونو ته د واک له انتقال څخه خوښي وښوده او ويې ويل چي نور افغان ځواکونه د امنيت په باب مسووليت لري او د خپلو ځواکونو فعاليتونه يې وستايل. هغه له ايساف څخه مننه وکړه چي افغان ځواکونه يې په ښه ډول روزلي او له هغوی څخه يې د افغان ځواکونو په تربيوي برخه کي د دوامدارو مرستو هيله وکړه.
نوموړی وايي د افغان ځواکونو د هلوځلو له امله ولسوالۍ فعالي دي، په ولسواليو کي ادارې سته او امنيتي وضع هم ښه ده.
ويسا داراز خوښي څرګنده کړه چي په دې وروستيو کي ټرافيکي عوايد لږ سوي دي. هغه وويل د ټرافيکو عوايدو لږېدل د دې شاهدي ورکوي چي خلک يوه قانوني سيسټم ته لوېدلي دي، قوانين مراعتوي او له اصولو څخه سرغړونه نه کوي. په غونډه کي پر ځينو هغو مسايلو هم بحث وسو چي د کندهار اوسېدونکو د ولايت مقام د شکاياتو پر شمېره خپل پيغامونه پرې ايښي ول.