کور / تازه خبرونه / په هیواد کښی دلومړي ځل لپاره ښيښې لوښو فابریکه جوړیږي

په هیواد کښی دلومړي ځل لپاره ښيښې لوښو فابریکه جوړیږي

په بلخ ولايت کې به دې د ښيښې شګې کان په استخراج سره به په دغه ولايت کې د ښيښې او ناشکن جوړولو لومړۍ فابريکه جوړه سي.
د دغه کان د استخراج تړون د ١٣٩٢ لمريز کال د غويي مياشتې په ٢١مه نېټه د لس کلونو لپاره له افغان-امريکايي ګډې کمپنۍ “ياسمين ماينينګ” سره د لسو کلونو لپاره لاسليک سوى دى.
د بلخ ولايت د کانونو او پټروليم وزارت د سرپرست انجنير دادمحمد ځاځي د معلوماتو له مخې، د ښيښې شګې کان اکتشافي پړاوونه او د فابريکې بنسټيز جوړښتونه د کان په ساحه کې بشپړ شوي او د کمپنۍ له خوا به يې د استخراج او توليد کار ډېر ژر پيل شي.
نموړي زیاته کړه چي په دې فابريکه کې به د توليد له پيل سره څه باندې زرو کسانو ته د کار زمينه مساعده شي.
هغه هيله څرګنده کړه چې له دغه کان څخه د ښيښې او ناشکن د توليد سربېره پر دې چې د هېواد په دننه کې به وکارول سي، ګاونډيو او د سيمې هېوادونو ته به هم صادر شي.