کور / تازه خبرونه / تېر کال سرې میاشتې ۴۴ جسدونه د هغوی کورنیو ته سپارلي دي

تېر کال سرې میاشتې ۴۴ جسدونه د هغوی کورنیو ته سپارلي دي

دغه ټکی د میدان وردګو ولایت د سرې میاشتې رئیس ،نن دوشنبه په ولایت مقام کې د دغه ادارې له لورې د ولایتي مسؤلینو د ستاینې په غونډه کې وکړ.

په دغه غونډه کې،د افغانستان سرې میاشتې ادارې له لورې د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجیدخوږیاڼي،امنیه قوماندان خلیل انداربي،د مستوفیت،سکتوري خدمتونو،کار او ټولنیزو چارو او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو مسؤلینو، د سکتوري خدمتونو ادارې کارپوه او ولایت ویاند ته د دوی د ښو خدمتونو له امله ستاینلیکونه ورکړل .

د میدان وردګو د سرې میاشتې رئیس محمدسلیم وردګ وویل د سرې میاشتې ادارې د تېر کال په ترڅ کې د طالبانو،امنیتي منسوبینو او ولسي وګړو ۴۴ جسدونه د هغوی کورنیو ته تر پیدا کولو وروسته سپارلي دي.

ده همدا راز زیاته کړه شاوخوا ۱۰۰ تنه ټپیان یې د درملنې په موخه روغتونونو ته انتقال کړي او د ۱۵۰ تنو په شاوخوا کې ټپیانو لومړنۍ درملنه د دوی لخوا ترسره شوې ده.

د سرې میاشتې رئیس وویل له بند خونو څخه یې د بندیانو او د دوی له کورنیو څخه یې بند خونو ته شاوخوا ۱۵۰ پیغامونه وخت په وخت لیږد رالیږد کړي دي.

هغه زیاته کړه،د دوی ادارې په تېر کال کې په دغه ولایت کې د نږدې ۲ میلیونو افغانیو په مالي لګښت ۵ پرمختیایي پروژې هم په سیداباد،نرخ او چک ولسوالیو کې،چې په کې ۴ استنادي دیوالونه او یو کانال شامل دی،هم بشپړې کړي دي .

نوموړی وویل په تېر مالي کال کې همدا راز نږدې ۳ میلیونه افغانۍ عواید د ځانګړې اونۍ په ترڅ کې د دولتي مامورنیو لخوا د یوې ورځې ځانګړي شوي تنخوا،ټیکټونو،پاسپورټونو،خیره صندقونو،حق العضویت او یو شمېر نورو برخو څخه ترلاسه کړي دي .

د هغه د معلوماتو له مخې د سیداباد په دشتې ټوپ سیمه کې د اولسونو له لورې د ځوانانو د روزنیز مرکز په موخه دوی ته په وړیا ډول یو جریب ځمکه ورکول شوې،چې د تېر کال په ترڅ کې یې د احاطې جوړولو چارې تر لاندې درلودې .

د ښاغلي وردګ په وینا د نږدې ۶ سوه کورنیو په شاوخوا کې،چې د بېلابېلو پېښو پر مهال زیانمنې شوې وې او همدا راز بې وزله وې، د دوی ادارې له لوې ورسره،د لسګونه قلمه خوراکي او غېرې خوراکو توکو مرسته شوې.

ده وویل د نږدې ۳۰ زرو په شاوخوا کې کسانو ته د قابلګې په برخه کې مشورې،د دوی په ټپونو پټۍ پورې کول،واکسین ترسره کول او معاینات یې هم د تېر کال له لاسته راوړنو څخه دي .

د میدان وردګو سرې میاشتې رئیس زیاته کړه،دوی په تېر کال له دوه زرو څخه زیاتو رضاکارانو ته د روغتیا په برخه کې درملنه ورکړې،چې په ترڅ کې ۸۵۰ تنو ته یې روغتیایې بکسې هم ورکړي،چې له امله یې ۱۳۳۴ کسانو لومړنۍ درملنه د دوی د رضاکارانو لخوا ترسره شوې .

په جوړه شوې غونډه کې،چې د سرې میاشتې د مرکزي ادارې سکرترجنرال محمدنعیم او یو شمېر نورو مسؤلینو هم ګډون کړی وو،د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په دغه ولایت کې د سرې میاشتې د کارونو ستاینه وکړه.

ده همدا راز د سرې میاشتې مرکزي ادارې څخه مننه وکړه،چې د دوی د ترسره کړیو کارونو له امله یې دوی ته ستاینلیکونه ورکړل،خو زیاته یې کړه: (( زموږ دنده ده،چې د سرې میاشتې ترڅنګ له ټولو ادارو سره همکاري وکړو او په هغه برخه کې،چې ستونزې ولري په حل کې ورسره لازمه مرسته ترسره کړو ))

د سرې میاشتې د مرکزي ادارې سکرترجنرال محمد نعیم دیندار هم د خپلو خبرو پر مهال د میدان وردګو والي،امنیه قوماندان او نورو مسؤلینو څخه مننه وکړه،چې په دغه ولایت کې د دوی ادارې سره په ښه توګه همکاري کړې.