محمد سعيد ساحل د کندهار له سرپرست والي سره د ليدني پر مهال په کندهار کي د ځغاستي د يوه ميدان جوړېدو غوښتنه وکړه.
محمد سعيد ساحل د ناستي په پيل کي د کندهار سرپرست والي ته د خپلو لاسته راوړنو ترڅنګ ويل چي بايد ورته د ځغاستي لپاره ميدان جوړ او دوي پکښي خپل تمرينات سرته ورسوي، هغه وويل چي دوي په ډېرو سختو شرايطو کي تمرينات کوي.
د ساحل په وينا په کندهار کي يې درې ځلي د ځغاستي په لوبو کي لومړی مقام ترلاسه کړی او د افغانستان په سطحه يې دوهم مقام لاسته راوړی او د اسيا په کچه يې شپږم مقام ترلاسه کړی دی.
نوموړي د کندهار سرپرست والي ته د ستاينليکونو او مډالونو په ورښکاره کولو سره وويل چي د اسيا په کچه يې يو مډال هم لاسته راوړی دی.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د هغه له لاسته راوړنو څخه ستاينه وکړه او ژمنه يې وکړه چي تر ممکنه حده به هڅه وکړي د ايران يا هندوستان په مرسته د ځغاستي يو لوبغالی ورته جوړ کړي. نوموړي وويل د کندهار لوبغاړي دي هڅه وکړي چي له سته امکاناتو څخه اعظمي استفاده وکړي.