د چارلي ابدو په نوم د فرانسې د مشهوره کارتوني خپروني پر دفتر دوو ناڅرګندو وسله والو بريد وکړ چي په نتيجه کي يې د يوه پوليس اود نوموړي خپروني د مسول چلونکي په ګډون ۱۲ کارتونيستان او ژورناليستان وژل سوي دي او يو شمېر نور زخميان دي.
۳۰۰۰ پوليس د بريدکوونکو پلټنه کي، تر ۵۰۰۰ زياتو کسانو په پاريس کي په لاريون لا س پوري کړی دی، په بروکسل، امستردام او يو شمېر نورو ښارونو کي هم د دغه بريد د قربانيانو سره دخواخوږۍ په موخه لاريونونه روان دي.
د امريکې د بهرنيو چارو وزير جان کيري او برتانيا لومړي وزير په ګډون يو شمېر مشرانو ددغه بريد غندنه کړېده.
چارلي هبدو مجلې په تېرو څو کلونو کي د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم کارتونونه چاپ کړي وو.