کور / تازه خبرونه / كورنيو چارو وزارت د ۱۱ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

كورنيو چارو وزارت د ۱۱ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي، ۷ تنه ټپيان دي او لس تنه نور ژوندي نيول شوي دي.

د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ننګرهار، تخار،کندهار، ميدان وردګ، خوست، پکتيکا او فراه ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.

د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواكونو لاسته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو، تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي