کور / تازه خبرونه / دزابل ولایتي شورا په احتجاجي ډول خپل دفتر وتړی

دزابل ولایتي شورا په احتجاجي ډول خپل دفتر وتړی

د زابل ولایت د ولایتي شورا رییس وايي چې د شورا دفتر یې دغړو د اکثریت لمخې په احتجاجي توګه تړلی او تر هغه وخته به خپل کار ته ونه ګرځي تر څو د زابل ولایت امنیه قوماندان له خپلې وظیفې لیری شوی نه وي خو یوشمېر نور وکیلان بیاداپریکړه دشورا درئیس او یوشمېر غړو شخصي پریکړه بولې خو دزابل دامنیه قوماندان بیا داهرڅه دهغوی په وړاندي یوه جوړه شوې دسیسه بولې.
نورحال دزابل څخه داحمدولي سرحدي په راپور کې؛
د دې ولایت د ولایتي شورا رییس حاجي عطاجان حق بیان رسنیو ته په خبرو کې وویل چې د زابل د امنیې قوماندانۍ پولیس په فساد کې ښکیل دي او امنیه قوماندان یې په مخنیوي کې پاته راغلی دی
نوموړي وايي چې څو ځله یې پخپله له امنیه قوماندان غلام سخي روغ لیوني او د کورنیو چارو له وزارت سره یادې ستونزي شریکي کړي دي خو تر اوسه پوري ندي حل شوي او له دې وروسته دوي يې د زغمولو توان نلري
نوموړي وویل چې د زابل د ولایتي شورا دفتر یې ددې شورا دغړو په اکثریت پریکړه سره په احتجاجي ډول تړلي او له حکومت څخه غواړي چې امنیه قوماندان له خپلې وظیفې څخه لیري کړي تر څو موجودي ستونزي هواري کړي
د ولایتي شورا رییس پولیس د مالي فساد تر څنګ په اخلاقي فساد هم تورن کړل او وايي که حکومت د امنیه قوماندان پلوی کوي نو بل ولایت ته دي تبدیل کړي

بلخوا د ولایتي شورا یو شمیر غړي وایي چې د ولایتي شورا له رییس سره موافق ندي او دا پریکړه په خپلسرې توګه شوې ده
د ولایتي شورا وکیلان عمرخان عمري ، فوزیه کاکړ او زربي بي سلیمانخیل وايي چې د ولایتي شورا رییس له پریکړي سره همږغي ندي او داپریکړه دشخصي ستونزو پربنیاد شوې ده.

د زابل امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني هم پر ده باندي لګیدلي تورونه ردوي او وايي چې د شخصي ستونزو له امله ورته دسیسې جوړیږي
نوموړي وویل چې د ده استعفا یا لیري کیدل د ولایتي شورا په صلاحیت کې نده او تر هغه چې د وزارت له خوا پر دغه وظیفه وي نو خپلې دندې ته به دوام ورکوي
روغ لیونی وايي چې د زابل د پولیسو په لیکو کې د فساد تورونه نه ردوي خو په خبره یې چې عاملینو ته یې سزا ورکړې ده
امنیه قوماندان د ولایتي شورا د غړو د مظاهرې د ګواښ په اړه وویل چې امنیتي حالات د مظاهرې لپاره مناسب نه دي ځکه د وسله والو مخالفینو د بریدونو په اړه یې اطلاعات تر لاسه کړي او چاته به د مظاهرې اجازه ورنکړی

د زابل د ولایتي شورا او امنیه قوماندان تر منځ په داسي حال کې یو پر بل تورونه لګول شوي چې تېره ورځ ددې ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت پر امر په یوه چاودنه کې یوولسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته