کور / تازه خبرونه / کندهار والي مشرقي لېسې ته ورغلى او زده کوونکو سره ئې خبري کړي

کندهار والي مشرقي لېسې ته ورغلى او زده کوونکو سره ئې خبري کړي

نن تر غرمې وروسته د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د مشرقي عالي لېسې د چهارنيمه ازموينې له صحنې څخه ليدنه وکړه. ويسا وويل د امتحان صحنه ښه تنظيم سوې ده. ښه سوالونه جوړ سوي دي او زده کوونکي په شوق امتحان ته حاضر سوي دي.
ښاغلي ويسا په عمومي ډول د کندهار د معارف روان بهير ښه وارزاوه، خو ټينګار يې وکړ چي د پوهني کيفيت دي ښه سي. هغه زياته کړه چي په هر ښوونځي کي بايد ورزشي ډګر او لابراتوار وي، تر څو د زده کوونکو صحت ته پوره پوره پاملرنه سوې وي. نوموړي داراز وويل چي په ولسواليو کي د کميت په لحاظ ډېر ښوونځي جوړ سوي، خو کيفيت يې تر کميت ډېر مهم دی.
نوموړي له معارف وزارت څخه وغوښتل چي داسي يوه طرحه دي جوړه کړي چي زده کوونکي علمي سفرونه ولري، يا له تاريخي او صنعتي ځايونو څخه وخت پر وخت ليدنه وکړي، تر څو د زده کوونکو روزنه په ښه ډول وسي.
نوموړي داراز هيله وښوده چي ولسمشر اشرف غني د معارف برخي ته خاصه توجه وکړي. هغه وايي: دا چي ولسمشر اشرف غني يو اکاډميک انسان دی، نو د معارف په قدر ډېر ښه پوهيږي. زه هيله لرم چي ولسمشر د معارف په ټولو څانګو کي وړ او مسلکي کسان وګماري.