کور / تازه خبرونه / برېتانوي ځواکونو شااوخوا ۲۰۰ بې ګناه افغان وژلي

برېتانوي ځواکونو شااوخوا ۲۰۰ بې ګناه افغان وژلي

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر۱۳ کلن پوځي ماموریت او د افغان ځواکونو د پیاوړتیا په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

سرنوشت : خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي، چې په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د پوځي ماموریت پرمهال بریتانوي ځواکونو یوشمیر سرغړونې او جرمونه کړي دي.

سرنوشت په دې مطلب کې د بریتانیا د سنډي پيپل خبري رسنۍ په حواله او د بریتانیا د دفاع وزارت د اسنادو له مخې لیکلي، چې برېتانوي ځواکونو د خپل ماموریت پرمهال شااوخوا ۲۰۰ بې ګناه افغان وژلي او څلور زره کورونه یې ویجاړکړي دي.

ورځپاڼې په دې مطلب کې لیکلي، چې د افغانانو وژونکي بریتانویان یوازې له د یسپلیني عمل سره مخ شوي او سزا نه ده ورکړل شوې.

د دې لیکنې لیکوال وایي، چې بریتانوي ځواکونه په هلمند ولایت کې میشت وو او مرګ ژوبله یې هم ترډیره د همدې ولایت اوسیدونکو ته اړولې ده.

ویسا: خپلواکې ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي، چې د ناټو له جنګي ماموریت وروسته به افغانستان د عراق له برخلیک سره مخ شي.

ورځپاڼې په دې مطلب کې د فایننشل ټایمزپه حواله لیکلي، چې په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د جنګي ماموریت ختمیدو پاکستان په نرۍ لاره پریښی دی.

د مطلب لیکوال وړاندوینه کړې، چې پاکستان هم ویره لري، چې د نړېوالو ځواکونوله جنګي ماموریت وروسته به افغانستان د عراق له برخلیک سره مخ شي او د وسله والو مخالفینو فعالیتونه به په کې ډیر شي.

لیکوال د پاکستان د استخباراتو د یوه پخواني مامورله قوله لیکلي، چې ویلې یې دي، که افغانستان ناامنه شي د مخالفینو د خوندیتوب زمینه به په کې برابره شي.

په دې مطلب کې د ولسي جرګې د غړي عبدالستارخواصي له قوله ویل شوي، که په افغانستان کې بهرنۍ توطیې روانې وي او له افغانانو اختیار واخستل شي، ممکن د عراق له برخه لیک سره مخ شي.

هیواد:خو هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، چې کورني ځواکونه به په پیاوړي مورال د ملي حاکمیت ساتنه وکړای شي.

ورځپاڼې لیکلي، له بهرنیو ځواکونو نه د امنیتي مسولیتونو اخیستل د ملي حاکمیت په لور یو ستر ګام دی او دا د افغانستان یوه ستره هیله هم وه.

هیواد په دې سرمقاله کې لیکلي، چې له تیرو څو ورځې راهیسې، چې امنیتي چارې په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته سپارل شوي، د هیواد په لوړو څوکو افغان ځواکونه واکمن دي.

ورځپاڼې په مطلب کې وړاندې لیکلي، چې افغان امنیتي ځواکونه د تجهیزاتو په برخه کې ستونزې لري، خو د هیواد د دفاع لپاره یې مورال پیاوړی دی.

ملي ارمان : ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، چې په پیښور کې د پوځ تر کنټرول لاندې پر یوه ښونځي د وسله والو له حملې وروسته د طالبانو په وړاندې د پاکستان دریځ بدل شوی دی.

ورځپاڼې په دې مطلب کې لیکلي، که څه هم دا له وخته مخکې دی، چې ووایو پاکستان هغه مخالفین هم په نښه کوي، چې پخوا یې ترې ملاتړ کوو، خو زیاته کړې ده، چې داسې نښې نښانې لیدل کیږي، چې پاکستان اوس پوه شوی، چې د ترهګرو د ملاتړ تګلاره د دوی په زیان ده.

ملي ارمان لیکلي، له کله نه، چې د پیښور پر ښونځی خونړۍ حمله وشوه او پاکستاني چارواکو د تروریزم په وړاندې د مبارزې کلکلې ژمنې وکړې، په افغانستان کې د مخالفینو د حملو کچه هم کمه شوې ده.