له کابل څخه د برېښنا شرکت راغلي هيئت د کندهار له سرپرست والي سره د هغه د کار په دفتر کي وکتل.
په دې ليدنه کي چي تېره ورځ وسوه، د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ د برېښنا شرکت تجارتي رئيس ميرويس عالمي، د همدې شرکت عملياتي رئيس احمدشکيب نثار، د کندهار د برېښنا رئيس انجنېر سيدرسول، د صنعتي پارک د اتحاديې رئيس حاجي باريداد او د همدې اتحاديې مرستيال حاجي فضل الحق مشکاڼي ګډون کړی وو.
راغلي هيئت وويل چي ډېر ژر به په کندهار کي د لمريزي برېښنا پروژه پيل کړي. د سولر برېښنا دا پروژه به تر ۲۰۱۶ کال پوري بشپړه او ګټي اخيستني ته وړاندي سي. د لمريزي برېښنا له دې پروژې سره به کندهار ته لس مېګاواټه برېښنا ورکول سي.
احمدشکيب نثار وايي راتلونکې مياشت غواړي د کجکي د دوهم توربين پر ترميم کار پيل کړي چي د ۱۵ مياشتو په جريان کي به ګټي اخيستني ته چمتو سي. هغه وايي د توربين له فعالېدو سره به کندهار او هلمند ته اتلس نيم مېګاواټه برېښنا ورکول سي.
نوموړي داراز خبر ورکړ چي له کابل څخه د وارداتي برېښنا د مزو غځولو کار دوام لري. له کابل څخه تر غزني پوري د برېښنا مزي رارسېدلي دي او د سبسټېشنونه او ټرانسميشنونو کار لا هم دوام لري. هغه وايي د دې پروژې کار به هم د یو کال په جريان کي بشپړ سي او دا پروژه به کندهار ته ۲۰ مېګاواټه برېښنا ورکړي. د دغو درو واړو پروژو تر بشپړېدو وروسته به کندهار له ۴۸.۵ مېګاواټه برېښنا څخه برخمن سي.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د دوی له دې اقدام څخه ستاينه وکړه خو ويې ويل چي کندهار د پخوا په پرتله ډېر پراخه سوی دی او د پخوا غوندي برېښنا او د مرکز له خوا د برېښنا د بوديجې تخصيص کافي نه دی.
نوموړي وويل مرکز بايد د کندهار اوسني وضعيت ته په کتو د برېښنا کالنۍ بوديجه ځانګړې کړي.
ښاغلي ويسا داراز يادونه وکړه چي کندهار نه يوازي د کجکي د برېښنا له کمبود سره مخ دی، بلکي د جنراتورانو لپاره تېل هم ورځ په ورځ کميږي، چي له دې سره د کندهار اوسېدونکي او صنعتي پارک له ګڼو ستونزو سره مخ دي. ښاغلي ويسا له مرکز څخه غوښتنه وکړه چي د کندهار د برېښنا اساسي او بنسټيز کار وکړي، تر څو دغه مهم ولايت له برېښنا څخه برخمن سي.