کور / تازه خبرونه / کندهار: په جلا پېښو کي درې پوليسو او يو ملکي کس ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کندهار: په جلا پېښو کي درې پوليسو او يو ملکي کس ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دريو جلا پېښو کي درو پوليسو او يو ملکي کس ته مرګ ژوبله اوښتې
تېر ماښام د کندهار ښار د څلورمي حوزې اړوند د حضرت جي بابا په سيمه کي يو ماين تر خنثي کېدو مخکي چاودنه کړې، چي پرمهال يې يو ملکي کس ټپي سوى.
په همدې ورځ ماځيګر مهال د اومي امنتي حوزې په سيمه کي نامعلو وسله والو دوه تنه پوليس په هدف بريد کي وژلي دي.
د کندهار د امنيه قومانداني وياند ضياء درانى د يادو پېښو د تايدولو ترڅنګ وايي، چي په يوه بله پېښه کي د څلورمي حوزې په سيمه کي په يوه مسجد کي يو پوليس په يوه غلچکي بريد کي ټپيي سوى دى.
د يادو پېښو مسوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستي او ادعا يې کړې، چي په بېلابېلو پېښو کي يې شپږ پوليس وژلي دي.